لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د ۱۲م اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړل شوی


خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي، نن د نهم اګست څخه د صوبې په زیاتو ضلعو کې د پشکالي بارانونو د نوې لړۍ پيل کېدو امکان دی او د 12م اګست پورې به دغه لړۍ روانه وي.

پي ډي اېم ای دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې، پرون په اتم اګست پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) ويلي، په تیرو شپږو اوونيو کې د پشکالي بارانونو او سېلابونو په پېښو کې په ملک کې 154 کسان مړه شوي وو.

او خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) وي او اې ډيوه سره شريکو کړو شمېرو کې ويلي وو، د لومړۍ جولايۍ څخه تر پرونه پورې په صوبه کې پشکالي بارانونو او سېلابونو کې 61 کسان مړه او 102 ژوبل شوي وو.

پي ډي اېم اې په تازه اعلاميه کې ويلي، د 12م اګست پورې دير، چترال، سوات، کوهستان، ملاکنډ، باجوړ، شانګله، بټګرام، بونېر، کوهاټ، باجوړ، مومند، خېبر، مانسهره، اېبټ اباد، هري پور، پېښور، مردان، چارسده، هنګو، کورمه، جنوبي او شمالي وزيرستان، بنو او ډېره اسماعيل خان کې د تېزو سيلو سره د تېز باران امکان دی.

ويل شوي په دغو ورځو کې په غرييزو علاقو کې د غرونو ښوېدو او لارو بندېدو خطره ده.

پاکستان کې د موسمياتو محکمې ويلي، د نهم اګست د شپې څخه د 12م اګست پورې د بلوچستان صوبې په زياترو برخو کې هم د تېزې سيلۍ او زورورو بارانونو امکان دی.

د موسمياتو محکمې په پنجاب او سيند صوبه کې هم د بارانونو امکان څرګند کړی دی.

محکمې، سېلګرو او مسافرو ته د احتیاط کولو ويلي، او د موسم ترمخه د خپلو سفرونو ترتيب کولو سره یې، اړونده ادارو ته د چمتو پاتې کېدو لارښوونه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG