لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې د منکي پاکس ناروغۍ تازه پېښه مخې ته راغلې،پښتونخوا کې یې شمېره څلورو ته ورسېده


د صحت محکمې چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا د مردان سیمې څخه هم د منکي پاکس یوه نوې پېښه مخې ته راغلې ده اؤ دغلته یو ۳۴ کلن تن په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

پاکستان کې په چټکتیا سره د منکي پاکس ناروغۍ خورېدو وروسته وزیراعظم شهباز شریف چارواکو ته د ملک په هوایي اډو،بندرګاهونو اؤ پولو د منکي پاکس یا ایم پاکس د اسکریننګ د نظام موثر کولو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې د منکي پاکس معلومولو لپاره دې ټول ضروري الات فراهم کړل شي.

د مردان د صحت محکمې ضلعي افسر ډاکټر جاوید اقبال رسنیو ته ویلي د مردان په منګاه سیمه کې هغه ۳۴ کلن تن ته د منکي پاکس ناروغۍ ور پورې کیدو پخلی شوی دی چې د پښې په ماتېدو پینځه ورځې وړاندې د سعودي عرب نه کلي ته راغلی ؤ.

هغه ویلي کله چې دا مریض د علاج لپاره پېښور ته لاړو نو هلته یې د شک په بنیاد د منکي پاکس ټيسټ وکړل شو اؤ دغه ټيسټ نه واضحه شوه چې هغه په منکي پاکس ناروغۍ اخته دی.

د صحت محکمې ضلعي چارواکي ویلي چې د مردان دغه اوسیدونکي اوس د خپل کور دننه ایسولیټ کړل شوی دی.

د ډاکټر جاوید اقبال وینا ده چې یاد تن اوس مخ په ښه کېدو اؤ حالت یې غوره دی.

د صحت محکمې چارواکو ویلي چې ددغه تن د کورنۍ اؤ د محلې د نورو اوسیدونکو اسکرنینګ هم شوی دی نو في الحال په بل کوم تن کې ددې ناروغۍ علامې مخې ته نه دي راغلي.

تر دې وړاندې د روغتیا لپاره د پاکستان د وزیراعظم رابطه کار ډاکټر مختار ملک ویلي وؤ چې د منکي پاکس څلور پېښې له پنجاب، درې د خېبر پښتونخوا ؤ یوه،یوه د بلوچستان اؤ سیند صوبو څخه مخې ته راغلې ده.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د خالي یا شنبې په ورځ د منکي پاکس د ارزونې په اړه یوه مهمه غونډه شوې چې د ډان ورځپانې د رپورټ له مخې په مردان کې په تازه رامنځته شوې پېښه پکې هم بحث اؤ غور شوی دی.

په دغه غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف چارواکو ته د ملک په هوایي اډو،بندرګاهونو اؤ پولو د منکي پاکس یا ایم پاکس د اسکریننګ د نظام موثر کولو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې د منکي پاکس معلومولو لپاره دې د ټولو ضروري الاتو فراهمي باوري کړل شي.

په اسلام اباد کې د صحت وزارت د جمعې په ورځ په هېواد کې د اېم پاکس نومې ناروغۍ د وړمبي کېس اعلان کړی ؤ خو په خېبرپښتونخوا کې چارواکو ویلي په صوبه کې د دې ناروغۍ درې کېسونه معلوم شوي دي چې یو تن پکې ژوند دلاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلتهـ ارګنايزېشن، ډبلیو اېچ او، په مرکزي او مشرقي افریقا کې خپرېدونکې د دې ناروغۍ په اړه په نړیواله کچه د صحت د بيړني وضعیت اعلان کړی دی.

د پاکستان تر څنګ سویډن هم د اېم پاکس د یو مریض تصدیق کړی. دا ډول پاکستان او سویډن د براعظم افریقې نه بهر یوازیني دوه هېوادونه دي چې دا مرض پکې موندل شوی دی.

مردان کې د منکي پاکس د تازه پېښې رامنځته کېدو نه وړاندې د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي ویلي وؤ د اګست په مياشت کې په صوبه کې تراوسه درې کېسونه رپورټ شوي چې يو تن پکې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د خېبر پښتونخوا د ټولنيز صحت ډاېريکټر ډاکټر خالد رحمان وايي په دریوؤ کېسونو کې د دوو تعلق د مردان او د يو د چارسدې ضلعې سره دی۔

هغه په خبره"دا کېسونه زياتره د سعودي عرب نه راغلي دي، توجه زياته په دې پکار ده چې څنګه ترې ځان بچ کړی شي، د دې ويکسين هم شته خو هغه ډير مقدار کې نه دې موجود،نو بنيادي کار دا دی چې کوم تن ته دا مرض وي يا پرې شک وي، نو هغه سره چې کومه رابطه ده هغې کې احتياط پکار دی"

د صحت کارپوهان وايي د منکي پاکس علامات د عامې تبې او زکام په څېر دي، خو په دې کې څه ورځې پس په بدن تورې پوڼاکې راخېژي، کارپوهان وايي دا بيمارې په زياتو کېسونو کې وژونکې نه ده خو په حامله ښځو کې د ماشوم د دماغو وده ودرولی شي،

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG