په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې کابل ته یې د ګاونډي هیواد ازبکستان د وزیراعظم د تاریخي سفر په مهال ددغه هیواد سره د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.
د ازبکستان وزیراعظم عبدالله اریپوف او ورسره پلاوی په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ ټینګېدو درې کاله وروسته تېره ورځ د افغانستان په سفر کابل ته تللي دي.
له اریپوف سره د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لازیز قدراتوف او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم په ډله کې ملګري وو.
د اقتصادي چارو لپاره د طالبانو د رییس الوزاراء مرستیال عبدالغني برادر اؤ د ازبکستان وزیراعظم ښاغلی ارپوف د دواړو هیوادونو تر منځ په کابل کې د ۲.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د ۳۵ تفاهم لیکونو یا یاداښتونو د لاسلیکولو څارنه وکړه.
دا مراسم تېره ورځ وروسته له هغه ترسره شول چې دواړو مشرانو په کابل کې د ازبک تولیداتو یو نندارتون پرانیست.
د عبدالغني برادر دفتر په یوه بیان کې ویلي"په تفاهم لیکونو کې د 1.4 ملیارد ډالرو په ارزښت 12 د پانګونې تړونونه او د 1.1 ملیارد ډالرو په ارزښت 23 سوداګریز تړونونه شامل دي."
وایي دا تړونونه د کرنې، انرژۍ، بنیادي ځاندرې یا زیربنا او تولیداتو په سکتورونو کې شوي دي .
د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان دولتي رسنۍ د برادر له قوله ویلي،چې دا تاریخي لاسلیکونه د افغانستان او ازبکستان د مشرتابه د قوي سیاسي ارادې او ژمنتیا نښه ده، څو په سیمه کې اقتصادي پیوستون ژور شي.
ملا برادر ویلي"موږ ډاډمن یو چې دا تړونونه به د پانګونې، سوداګرۍ او د کار پیدا کولو لپاره نوې لارې پیدا کړي او زموږ د دواړو هیوادونو خلکو ته به ګټه ورسوي."
افغان رسنیو د ازبکستان د وزیر کدراتوف له قوله ویلي، چې دواړه هېوادونه په ګډه کار کوي ترڅو کلنۍ دوه اړخیزه سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
افغانستان له ازبکستان سره ۱۴۴ کیلومتره (۸۹.۴ میله) ګډه پوله لري او دواړو خواؤ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په دوه اړخیزو سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو کې د غوره پرمختګ خبر ورکړی دی.
د سخت دریځو طالبانو ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې یو وارې وروسته له هغې بیا واک ته ورسېده کله چې د امریکې او ناټو پوځیان د هغه وخت یاغي طالبانو سره له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له دغه هېواد څخه ووتل.
تر دې مهاله هیڅ یو هیواد طالبان د افغانستان د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه دي پیژندلي او له دغه هیواد سره نړیوالې پرمختیايي مرستې هم ځنډول شوي دي.
د طالبانو پر ډېرو لوړ پوړو مشرانو باندې د ترهګرۍ اړوند نړیوال بندیزونه، په افغانستان کې د یو جمهوري نظام نسکوریدل او د بهرنیو پرمختیايي مرستو بندېدل د طالبانو د حکومت لپاره دا ستونزمن کړي دي چې د هېواد له ژورو اقتصادي ستونزو سره مبارزه وکړي.
نړیوال بانک د اپریل په میاشت کې راپور ورکړی ؤ چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت لیدل شوی،
د طالبانو تګلارې، د اسلامي شریعت سختې تشریح نړۍ اندیښمنه کړې ده ځکه چې دوی افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه وروسته ښوونځيو ته له تګ منعې کړي او ډیری ښځې یې په دولتي او خصوصي سکتور کې له کار څخه هم منع کړې دي.
طالبان پخپل حکومت د نړۍ د نورو هیوادونو نیوکې ردوي اؤ دا د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله بولي.
دوي دریځ لري د حکومت کړنې یې د سیمه ییز کلتور او اسلامي شریعت له مخې دي.
Forum