پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا د تحریک انصاف ګوند یو سیمه ییز فعال په هدفي برید کې وژل شوی دی.
د سیمې نه پولیس سرچینو ډيوه ته ویلي دا پېښه د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ټانک ضلعې د ګومل تاڼې په حدودو کوټ خدکي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا دغلته د تحریک انصاف په یو ځایي فعال محمد فاروق میاڼي نامعلومه وسله والو ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
د ګومل تاڼې پولیسو ډیوه ته دا پېښه تایید کړې اؤ ویلي یې دي چې دوي د پېښې پلټنې پيل کړي خو د وژل شوي تن کورنۍ په هیچا ددې وژنې دعوه نه ده کړې.
پولیس وایي په ابتدایي پلټنو کې ورته داسې هیڅ شواهد په لاس نه دي ورغلي چې ګنې وژل شوی تن یا د هغه کورنۍ د چا سره څه شخصي دښمني لري.
په دې وروستیو کې په ټانک ضلعه کې د هدفي وژنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ د روانې اګست میاشتې په نهمه نیټه هم د ټانک ضلعې د بیټني سرکل په سدګي خوړ کې د یو تن مړي موندل موندل شوی ؤ چې وروسته یې پېژندګلو د محمد اعظم په نوم شوې وه.
ددغه پېښې په تړاؤ پولیسو ډیوه ته ویلي وؤ د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی محمد اعظم دوه ورځې وړاندې د کراچۍ نه کور ته راغلی او له کور څخه نامالومو کسانو په هغه شپه تښتولی اؤ بیا یې وژلی ؤ.
تر دغې دوه ورځې وړاندې د ټانک سیدال سیمه کې هم یو ځایي تن وژل شوی ؤ او د اګست په پيل کې د ټانک په شادي خېل سیمه کې د يو ځایي تن مړی په داسې حال کې موندل شوی ؤ چې په ګولیو سره ویشتل ؤ.
تر دغو پېښو وروسته د بیټني جرګې مشر مولانا نقیب ډيوه ته ویلي وؤ په ټانک ضلعه کې د ناامنۍ لړۍ غځېدلې ده او هره ورځ پکې د ځايي خلکو وژنې کیږي چې زیاتره پکې تنکي ځوانان وژل کیږي.
Forum