نن د ګل – دوشنبې په ماښام په د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن د پیلیدو وړاندې احتجاج کوونکو د کنوېنشن د ځای څخه بهر احتجاج پیل کړی دی. دوی وایي د غزې د جګړې او نورو مسلو په وړاندې به خپل غږ پورته کوي.
بلخوا د شېکاګو انتظامیه ویلي چې د مظاهرو په سوله ییز توګه ساتلو لپاره تیار دي.
احتجاج کوونکو ویلي دي چې د صدر جوبایډن د صدارتي انتخابي سیالۍ نه د وتلو باوجود د دوی پلانونه نه دي بدل شوي. ډیموکرېټک پارټي په تیزی سره د صدر جوبایډن د انتخابي سیالۍ نه د وتلو وروسته د مرستیالې صدرې کاملا هېریس ترشا راټوله شوه ، څوک چې به روانه اوونۍ په رسمي ډول د ډیموکرېټک ګوند نامزدګي قبوله کړي.
فعالانو ویلي چې دوی تیار دي د خپل پیغام د هېواد جګپوړو ډیموکرېټک ګوند مشرانو ته ورسوي.
د مختلف ډلو د اتحاد نه تنظیم شوي لاریون ویاند ویاند حاتم ابو دایه وویل، «مونږ باید د نسل وژنې د مخنیوي، د اسرایل سره د امریکا د مرستو د بندولو او د فلسطینیانو تر څنګ ودریږو لپاره خپله برخه کردار ترسره کړو.»
د شیکاګو ښاروال یا میر برېنډن جانسن په یوه خبري کانفرنس کې وویل: «مونږ تیار یو».
شیکاګو د امریکا د هغه ښارونو نه یو دی چې ترټولو لوی فلسطیني ټولنه ورکې اوسیږي. او په بسونو کې د ټول هېواد نه فعالان د کنوېنشن ځای ته را وستل شوي دي.
د غزې جګړه یوازې د احتجاج موضوع نه ده
په زرګونو فعالان به پدې اونۍ کې په شېکاګو کې د ډیموکرېتک کنوېنشن لپاره راټول شي چې د اسقاط حمل حقونو ، د اقتصادي بې انصافۍ او په غزه جګړې توجو ساتلو باندې زور ورکوي.
د ډیموکرېټک ګوند ممکنه صدارتي امیدواره او مرستیال صدره کاملا هېرېس چې د ډیموکرېټک پارټۍ رسمي نامزدګۍ قبولولو ته تیاره ده خپل ګوند کارکوونکو کې نوي جذبه راوستې ده، خو ډیر فعالین وایي چې دوی مشن اوس هم خپل ځای موجود دی.
فعالان وايي چې دوی په میلواکي کې د تیرې میاشتې د ریپیلېکن ګوند ملي کنوېنشن نه زده کړې ترلاسه کړي او په شېکاګو کې د حتی لوی اجتجاجونو او لا زیاتو لاریونونو وړاندوینه کوي.
په شېکاګو کې د دغه مظاهره چیانو مخالف مظاهره چیان هم موجود دي چې د اسرایل بیرغونو سره یې احتجاج وکړو.
Forum