په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو باندې تازه محدودیتونه لګولي، هغوی یې په عامه ژوند کې د زمزمه کولو، شعر ویلو، یا په لوړ غږ خبرې کولو نه منع کړي، او امر یې کړی چې ښځې دې د کوره بهر ټول وخت خپل ټول وجود او مخ پټ وساتي.
دغه محدودیتونه په هغه دستاوېز کې بیان شوي چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر د قانون په نامه د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د شورو/چهارشنبې په ورځ، د دوی د مشر ملا هبت الله آخندزاده د منظورۍ وروستو، خپور کړی دی. طالبان خپل مشر ته د "امیرالمؤمنین" لقب ورکړی دی.
د طالبانو دا تازه قانون چې پنځه دېرش مادې (دفعې) لري، په تېرو درېیو کلونو کې واک اختیار ته د دې ډلې د بیا رسېدو په موده کې اولنی داسې قانون دی چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر په برخه کې یې جاري کړی دی.
طالبان اوس مهال کوم رسمي آئین یا اساسي قانون نلري، او دا نده معلومه چې د کوم آئین په بنیاد قانونسازي کوي، او طریقه یې هم نده روښانه.
د قانون په نامه د طالبانو په دې تازه حکمنامه کې، د وګړو ذاتي آزادۍ او مذهبي اعمال ډېر زیات محدوده کړی شوي او په هغه کې د ټرانسپورټېشن نه نیولې بیا تر موسیقي، ږېرې خرېيلو، خوشحالي جوړولو، او په عامه ژوندانه کې د ښځو د رویې او راښکاره کېدو پورې موضوعات شامل دي.
د حکمنامې په هغې برخې کې چې د افغانستان معاشرې ښځې جېنکۍ په نښه کوي، ویل شوي چې د ښځې آواز هم عورت دی او په کار ده چې د ښځې غږ په عامه کې د سندرې ویلو، شعر ویلو، یا په جګ غږ د څه لوستلو نه منعه کړی شي. همدا شان زیاته شوې چې ښځې هغو نارینه و ته چې ورته محرم ندي، د کتلو اجازت نلري او نه هم باید هغوی ته وکتلی شي.
د طالبانو د دې حکمنامې په اساس، ښځو ته په کار ده د خپلو کورونو نه بهر، خپل وجود او مخونه ټول وخت پټ وساتي چې د فتنې مخنیوی وشي او نورو کسانو ته زړه کې تلوسې پیدا نکړي. همدا راز د ښځو جامې دې نرۍ، لنډې او چسپې نه وي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده لخوا منظور کړی شوی دغه حکمنامه د طالبانو په حکومت کې امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته دا واک اختیار ورکوي چې په ټول جنګ ځپلي او غریب هېواد افغانستان کې دا ضابطې عملي کړي.
په حکمنامه کې راغلي چې "محتسبین" کولی شي خلاف ورزانو ته اول په خله خبرداری ورکړي، او د هغه نه پس که ضرورت وي نو د یوې ګنټې نه واخله تر درېیو ورځو پورې هغوی بنديوان کولی هم شي او همدا راز که مناسب وګڼل شي، نو د جرمانې په توګه د هغوی ملکیتونو باندې هم قبضه لګولی شي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارونه د وړاندې نه لا د نړېوالو د ناقدانه څار لاندې دي.
ملګرو ملتونو تېره میاشت رپوټ ورکړ چې د دې وزارت د زیاتېدونکي عامه څارنې په وجه خلکو کې د وېرې فضا خوره شوې ده.
د طالبانو په دې نوې حکمنامه یا "قانون" کې یوه ماده دا ده چې په مطبوعاتو کې دې د ژوندیو یا ذي الروح موجوداتو تصویرونه چاپ نکړی شي. ناقدین وایي دا به په افغانستان کې مطبوعات نور هم د محدودیت سره مخ کړي، او د ټلوېژنونو، ډیجيټل مېډیا، او چاپي اخبارونو د جبري تړل کېدو سبب به وګرځي. افغانستان کې رسنۍ د وړاندې نه لا د طالبانو لخوا د سخت سېنسرشېپ لاندې دي.
په یوه بله ماده/دفعه کې راغلي چې ډرائیوران دې په ګاډو کې موسیقي نه چلوي، او که د ښځې سره یې محرم څوک نه وي، هغه دې هم ګاډو کې نه سپروي. همدا شان ډرائیوران او د هغو په ګاډو کې موجود کسان دې د لمانځه د وختونو خیال ساتي. نارینه خپلې ږیرې نشي خرېیلی او د یوې قبضې نه یې لنډولی هم نشي.
د انساني حقونو کارکنان دا وېره لري چې د طالبانو لخوا دا وروستي محدودیتونه د هغوي په کوششونو کې اضافه ښکاره کوي چې غواړي د خپل په فکر او خیال اسلامي قوانین عملي کړي، په خصوص په ښځو باندې د محدودیت لګولو په برخه کې.
سختدریځه طالبانو تر اوسه د ۱۲ کلنو نه د پورته عمر لرونکو جېنکو په تعلیم بندیز لګولی او ډېرې ښځې یې د کوره بهر کارونو او یا خصوصي سېکټر کې د کار کولو نه منعه کړي دي، په شمول د ملګرو ملتونو په متعلقو ادارو کې. تر اوسه هېڅ کوم ملک د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، چې غټه وجه یې همدا د ښځو سره د طالبانو سخته رویه ده.
Forum