لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو نه وسله والو د سوي ګیس محکمې درې ملازمان تښتولي


سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د بنو سیمې نه د سوي ګیس محکمې درې مامورین نامعلومه وسله والو تښتولي دي.

ځایي سرچینو ډیوه ته ویلي د سوي ګیس محکمې دا درې مامورین هغه مهال د بن بکا خیل سیمې نه وسله والو تښتولي چې په یو ګاډي کې ناست وؤ اؤ غوښتل یې سیدګي سیمې ته ډیزل ورسوي.

د تښتول شوؤ دریوؤ واړو کسانو تعلق د پنجاب سره ښودل کیږي اؤ تښتوونکو د هغوي یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې پکې دغه درې واړه تښتول شوي د سوي ګیس محکمې مامورین وایي باید د تښتوونکو غوښتنې ومنل شي ګنې هغوي به دوي ووژني.

د پاکستان آج ټي وي د بنو د پولیسو د مشر یا ډي پي او ضیاء الدین احمد له خولې ویلي چې د بکاخیلو نه د تښتول شوؤ دریوؤ واړو ملازمانو د راخلاصولو لپاره عملیات پيل کړل شوي اؤ په دې عملیاتو کې پولیس،سي ټي ډي اؤ د قانون پځای کوونکو ادارو مامورین برخه لري.

د پولیسو مشر ویل چې عملیات بیلابیلو سیمو کې روان دي اؤ هڅه کیږي چې دا تښتول شوي کسان روغ جوړ راخلاص کړل شي.

د ډي پي او په وینا د ملازمانو د تښتول کېدو مقدمه د سي ټي ډي په تاڼه کې درج کړل شوې ده.

هغه ویلي نه دی خبر چې تښتوونکي څه غوښتنې لري خو زیاتوي چې عملیات روان دي اؤ قام دې هیله من اوسي چې تښتول شوي کسان به روغ رمټ راخلاص کړل شي.

تر اوسه په غوڅه توګه دا خبره مخې ته نه ده راغلې چې دا ملازمان کومې وسله والې ډلې تښتولي خو په بنو کې چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې پغاړه اخستې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG