لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: وسله والو د پاکستان د پوځ يو افسر او د کورنۍ درې غړي یې تښتولي


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلعه کې نامالومو وسله والو د پاکستان د پوځ يو افسر او د هغه د کورنۍ درې غړي د وسلې په زور تښتولي دي.

سي ټي ډي پوليسو ويلي، وسله والو د پاکستان د پوځ یو لوړپوړی افسر او د هغه د کورنۍ درې نور غړي هغه وخت تښتولي چې دوی د پلار فاتحې ته ناست وو، په تښتول شوو کې د پوځي افسر دوه وروڼه او یو وراره شامل دي.

‎د سي ټي ډي پوليسو او په ډېره اسماعیل خان کې د ریجنل دفتر لخوا پرون د اګست په 28مه خپرو شوو مالوماتو کې ویل شوي، د پاکستان د پوځ یو لوړپوړی افسر لفټننټ کرنل خالد خان، د کنټونمنټ بورډ افسر آصف خان ، د نادرا افسر فهد امیر، او د هغوی وراره ابرار تښتول شوي دي.

‎د سي ټي ډي رپورټ کې ویل شوي، دا پېښه په کلاچي سیمه کې پرون مازيګر په شپږ بجې هغه وخت شوې، چې دوی د پلار امیر خان د جنازې وروسته د فاتحې لپاره په جومات کې ناست وو. د راپورونو له مخې، نامالومه کسان راغلي او د وسلې په زور یې تښتولي دي.

‎تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه د دغو کسانو د تښتولو رسمي زمه واري چا منلې ده.

خو د سیمې خلک وايي چې ټوله سیمه امنیتي ځواکونو ګېره کړې ده، او په زیات شمېر کې د پوځ او پولیسو ګزمي په حرکت کې دي.

‎کلاچي د ډېره اسماعیل خان ښار څخه شاوخوا 40 کلومیټره لويدیځ پله پرته سيمه ده، دا سيمه د ټانک ضلعې سره پولې لري. په دې وروستیو کې، په دې سیمه کې ذ ناامنۍ پېښې زياتې شوي دي.

‎کلاچي تحصیل د خېبرپښتونخوا صوبې د وزیر اعلا علي امین ګنډاپور او د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات پلارنۍ سیمه هم ده، او په دې کې په وروستیو کې د سرکاري افسرانو د تښتولو، او امنیتي ځواکونه د بریدونو ښکار شوي دي.

‎د فروری په اتمه، د عامو ټاکنو په ورځ هم په دې سیمه کې په پولیسو او پوځ وسله وال بریدونه شوي وو چې پکې پينځه پولیس او درې پوځي عسکر وژل شوي وو.

دغلته په امنيتي ځواکونو وروستی برید د اګست په 18مه نېټه شوی وو، دوه پوځیان پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

‎د دغه سيمې څخه د اپرېل په میاشت کې، د جنوبي وزیرستان یو جج د سفر پرمهال تښتول شوی وو، او تر دغې وړاندې د زراعتو د محکمې دوه افسران هم تښتول شوي وو.

‎په دې سیمه کې د پاکستان د پوځ عملیات وخت په وخت روان وي، او د وسله والو پرضد عملياتو کې هغوی ته د زیان اړولو ادعاوې کېږي.

د پاکستان پوځ او حکومت د تېرو شلو کلونو راهسې د هیواد دننه د ترهګرۍ ختمولو ژمنې کوي، او په عملیاتو کې د پراختیا راوستلو لپاره د روان کال جون په میاشت کې د عزم استحکام په نوم د نوو عملیاتو پيل کولو منظوري ورکړل شوې او حکومت د دغو عملياتو دپاره د 20 اربه روپو منظوري هم ورکړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG