لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په سيند اسمبلۍ کې د غېر قانونه بهرنيو وګړو ايستلو دپاره تحريک التوا منظور کړل شوی


د پاکستان په سيند اسمبلۍ کې د اسناد نه لرونکو يا غېر قانونه بهر ملکيانو د صوبې څخه ايستلو په اړه تحریک التوا وړاندې کړل شوی، بحث پرې شوی او منظور کړل شوی دی.

د سيند اسمبلۍ په غونډه کې پرون د ستمبر په درېمه د واکمنه پيپلز ګوند ښځينه غړې پير سوهو دغه موضوع راپورته کړې او بيا پرې د صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار تحریک التوا وړاندې کړی او د بحث وروسته منظور کړل شوی دی.

تحریک التوا په اسمبلۍ کې په کومه موضوع د بحث دپاره وړاندې کولی شي او بيا پرې د اسمبلۍ غړي رای ورکوي.

ضيا الحسن لنجار ويلي، "سيند اسمبلي په دې نظر ده چې غېر قانونه کډوال دې بيرته خپلو اصلي هيوادونو ته ولېږل شي".

د پاکستان پيپلز ګوند د صوبايي حکومت وياندې سعديه جاوېد وي او اې ډیوه ته وويل، "په سيند صوبه او کراچۍ ښار کې د ټولو نه زيات افغان کډوال مېشت دي، دوی په اقتصاد بوج دي او ټېکس نه ورکوي، په سيند صوبه کې د دوی له وجې جرمونه هم زيات کيږي، ځکه صوبايي اسمبلۍ کې دغه تحریک وړاندې شوی دی".

هغې وويل، صوبه په دغې اړه قانون نه شي جوړولی ځکه دا د مرکزي حکومت په واک کې ده، خو صوبه مرکز ته وړانديز کولی شي او دغه یې وړانديز کړی چې غېر قانونه غېر ملکيان دې وويستل شي.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېچ سي آر] وايي، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو کې تر ټولو کم 70,000 په سيند صوبه کې مېشت دي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري د صوبايي حکومت دغه ګام ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې یې تل ويلي چې افغان کډوالو ته دې وخت ورکړل شي چې په خپله وخت ووځي ځکه دلته یې لسيزې تېرې کړي، کاروبارونه لري، په زوره دې ونه شړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د معلوماتو له مخې په پاکستان کې دا وخت 2.1 میلینه اسناد لرونکي افغان کډوال ژوند کوي.

په دوی کې 1.3 میلینه هغه کډوال شامل دي چې په 2006 او 2007م کلونو کې ورته د رجسټرېشن ثبوت (پي او آر) کارډونه ورکړل شوي او همدارنګه 840,000 اضافي کډوال چې په 2017 کې د رجسټرېشن کمپاین وروسته ورته افغان سټیزن کارډونه ورکړل شوي وو.

د 2021 په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته د افغانانو یوه بله څپه را پیل شوه، چارواکو د دوی شمېرې د 600,000 او 800,000 ترمنځ ښودلې وه.

پاکستان د تېر کال په نومبر کې د "بې اسناده بهرنیانو" په نوم د کډوالو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پیل کړ چې پکې د شپږ لکه څخه زیات کډوال خپل ملک ته ستانه کړی شوي وو.

پاکستاني چارواکو د تېر کال نومبر په میاشت کې د غېرقانوني کډوالو د ایستلو مهم هغه وخت پيل کړی وو چې په هېواد کې د وسله والو ترهګر بریدونه زیات شوي وو. دوی تور پورې کړی وو چې علت یې پاکستان کې د غېرقانوني افغانانو موجودګي او د افغانانو په منځ کې اوسېدونکي توندروه کسان دي. د دې ترڅنګ یې د پاکستان پرېوتی اقتصادي حالت هم یاد کړی وو.

پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، پاکستان کې مېشت افغان کډوال په جرمونو کې لاس نه لري.

افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان پښتنو سیاسي ډلو او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بيرته لېږلو فيصله دې واپس واخلي، ځکه په دوی کې ډېری بيرته افغانستان ته د تلو په صورت کې د مشکلاتو سره مخ کېدی شي. ويل شوي وو پاکستان په واکمنو طالبانو د فشار اچولو دپاره کډوال بيرته افغانستان ته ليږي.

خو د پاکستان حکومت د غېرقانونه کډوالو د ایستلو په اړه ټولې نیوکې رد کړې دي او ويلي يې وو، هدف یې کوم خاص قوم نه دی. خو د پاکستان د پرېکړې وروسته زياتره افغان کډوال ايستل شوي وو.

د تېرې اګست د میاشتې په نيمايۍ کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي ويلي وو، چې د پاکستان نه به افغانستان ته د افغان مهاجرينو/ کډوالو د بيرته لېږلو دویم پړاو ډېر زر پيل شي.

نقوي هم د تېرې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي انډریکا رتوتي په مشرۍ د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره ليدلي او د افغان کډوالو په موضوع یې ورسره خبرې شوې وې.

د سيند اسمبلۍ د غونډې په پروني بحث کې د پيپلز ګوند بلې غړې ماروي راشد د افغانانو، برميانو، بنګاليانو او بهاريانو یادګېرنه کړې چې دوی ته شناختي کارډونه څنګه ورکول کيږي، نادرا دې غېر ملکيانو ته شناختي کارډونه نه ورکوي.

په دغه خبره په اسمبلۍ کې د متحده قومي مومنټ پاکستان غړو احتجاج کړی او ويلي يې دي، بهاريانو د پاکستان په جوړولو کې کردار کړی هغوی ته دې پېغور ور نه کړل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG