لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر: د واده نه کولو په انکار د سکول استازه وژل شوې


د خېبرپښتونخوا بونېر ضلعه کې د سرکاري سکول يوه استاز په ډزو وژل شوې، کورنۍ يې ويلي، استازې د يو تن سره د رشتې، واده کولو نه انکار کولو، او د تورن تن په وينا نورو کسانو هغه په ډزو وژلې ده، د پوليسو ترمخه د وژل شوې استازې پلار ورته دغه بيان ورکړی او پوليسو د بيان ترمخه مقدمه درج کړې ده.

د بونېر د طوطالۍ پوليس تاڼې مشر، اېس اېچ او صراط خان وي او اې ډيوه وويل، دا پېښه پرون په درېم ستمبر شوې ده.

هغه وويل، دوی ته خبر ترلاسه شوې چې روغتون ته د يوې ښځې مړی راوړل شوی او چې دوی بيا روغتون ته رسېدلي، د وژل شوې استازې پلار جان محمد ورته د پېښې تفصيل ويلی دی.

هغه وويل، د وژنې د پېښې مقدمه درج کړل شوې، تورن تن تراوسه نه دی نيول شوی، پلټنې پيل کړل شوي دي.

د طوطالۍ پوليسو وي او اې ډیوه سره د مقدمې کاپي شريکه کړې ده.

د مقدمې ترمخه، د وژل شوې استازې پلار ويلي، 40,41 کلنه لور یې د کال 2009م څخه د جنګدرې په علاقه کې د جينکو په پرايمري سکول کې استازه وه، پرون سهار چې هغه خپله لور سکول ته بوتله په لار کې ورته په سپين موټر کې کسان ناست وو، هغوی پرې ډزې وکړې، دی بچ شوی او لور یې په ډزو ولګېده او په ځای مړه شوه.

هغه د ډزو کوونکو کسانو نومونه امان زېب او عبدالرحمان ياد کړي او ويلي يې دي، دوی دغه کار د عطاالله نومې تن په وينا کړې، ځکه عطاالله یې د لور سره رشته کول غوښته، او له دې وړاندې هم دوی د دغه تن پرضد په کال 2023م کې مقدمه درج کړې وه، او د هغه لور د دغه تن سره رشته کول نه غوښته.

مقدمه د ډزو کوونکو او درېم تن پرضد درج کړل شوې ده.

د خېبرپښتونخوا په سوات کې د ښځو د جرګې مشره د ښځو د حقونو فعاله تبسم عدنان وايي، داسې ډول پېښې په ټولنه کې د جهالت، ناپوهۍ څرګندونه کوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، دلته اکثره داسې کيږي چې که هلک او جينۍ په خوښه واده وکړي، د غيرت په نوم هغوی ووژل شي، که جينۍ د سړي سره د واده نه انکار وکړو، نو هغه ووژل شوه.

هغې زياته کړه، د ښځو د حقونو خبرې کيږي، د قانون سازيانو جوړولو ويل کيږي، قوانين جوړول کيږي، خو په هغې عمل نه کيږي، پکار ده چې قوانين جوړ شي او پوليس بيا په دغه ډول پېښو کې کلکې پلټنې وکړي او جرمونو کې ککړو کسانو ته سزاګانې ورکړل شي.

هغې وويل، پکار ده چې نظام پياوړی شي، عدالت او انتظاميه قانون په عمل کې راولي، څو پورې چې قوانين پوره په عمل کې نه وي راوستل شي تر هغې به دا پېښې کيږي.

د تېرې میاشتې اګست په سر کې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد تر څنګ په ترنول سیمه کې د پښتونخوا د هنګو سیمې یوه پېغله او ځوان د غېرت په نوم وژل شوي وو.

پاکستان کې وخت په وخت د غيرت په نوم د وژنو پېښې کيږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG