لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي او سياستوال: د اختر مېنګل استعفا به د بلوچستان په حالاتو نورې منفي اغېزې پرې باسي


د پاکستان په نا ارامه بلوچستان صوبه کې د بلوڅانو د یو لوی ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل د پارلېمان نه استعفا ښيي چې په یاده صوبه کې سیاسي مشران د ولس د مشکلاتو او هلته د پاکستان د پوځ د زیاتېدونکي رول په وړاندې استازیتوب کولی نه شي. ښاغلي مېنګل هم، د استعفا وجه خپله بېوسي ښودلې ده.

په پاکستان کې د لږه کیو بلوڅانو غږ د وړاندې نه په پارلېمان او مېډیا کې ډېر کم وو. او د پارلېمان نه د سردار اختر مېنګل استعفا به دغه کمی لا زیات کړي. خو نوموړي په خپله استعفا په عارضي توګه په بلوچستان کې د پوځي اپرېشن او په دغو عملیاتو کې د بلوڅانو وژنه بیا تازه کړه او د پوځي اپرېشنو مخ یې خلکو ته په یوه جمله کې ښکاره کړو.

نوموړي ويلي، "په 25م اګست چې کومه پېښه شوې، کله چې د اېپکس کمېټۍ غونډه کېده نو د هغې په ردعمل کې زما په خپله حلقه کې د څلورو ځوانانو مړي غورځول شوي وو. وېل دا یې په جګړه کې وژلي دي. عجبه جګړه وه. د یو تنکي ځوان سترګې ویستل شوې وې. په هغه ظلم شوی وو—سترګې یې ویستل شوې وې. هغه د سترګو بغېر دوی سره مقابله کوله؟ لږ شرم وکړئ-حیا وکړئ".

اختر مېنګل پرون په درېم ستمبر يوه خبري غونډه کې وويل، احتجاجاً د پارليمان د غړيتوب نه استعفا ورکوي، هغه زياته کړه، د بلوچستان د موجوده حالاتو له وجې په دغه ګام اخستو مجبوره شو.

د اختر مېنګل په خبره، د بلوچستان غږ اوس څوک هم نه اوري او د بلوچستان د خلکو احتجاج ته هم څوکه توجه نه ورکوي او د دغه صوبې د خلکو غلي کولو دپاره په هغوی د غدارۍ تورونه لګول کيږي او تر دې چې وژنې یې کيږي.

خبریال سید علي شاه وايي، د سردار اختر مېنګل دا ګام د جمهوریت او جمهوري ادارو د پاره تاوان دی او په داسې حال کې چې بلوچستان کې ترهګري روانه ده او د امنیت وضعه سمه نه ده نو بلوچستان کې ډیر خلک وايي چې د بلوچستان صوبايي حکومت او مرکزي حکومت د دوی د مسلو حل نه شي را ايستلی.

اختر مېنګل استعفا په داسې وخت کې ورکړې، چې تېره میاشت په بلوچستان کې د ترهګرۍ د غټو پېښو وروسته وزیراعظم شهباز شریف ويلي وو، ترهګرو سره نه، بلکې هغو بلوڅ ځوانانو سره به خبرې کولی شي چې بې لارې شوي دي.

په داسې حالاتو کې چې د بلوچستان د يو غټ ملت پاله ګوند مشر په پارلیمان باور نه لري دا مذاکرات به چا سره کیږي، په اړه یې خبريال حماد حسن وايي، د بلوچستان حالات اوس بدل دي او په تېزۍ سره بدليږي.

د نوموړي په خبره، هلته اوس د روايتي سردارانو په ځای عام خلک، لکه د حق دو تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان او ماه رنګ بلوڅ په شان کسان، د حقونو دپاره آواز پورته کوي، هدایت الرحمان د يو سیاسي ګوند جماعت اسلامي سره تعلق لري نو زما په نظر که چري اسټبلشمنټ مذاکرات کوي نو ډاکټر ماه رنګ بلوڅ سره به کوي.

د اختر مېنګل په استعفا د سياسي ګوندونو مشرانو هم د خفګان څرګندونه کړې ده.

د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن قامي اسمبلۍ کې وويل، چې سیاسي ګوندونه او مشران یې د هیواد د پاره غېر ضروري ګڼل به يوه لویه غلطي وي.

د دفاع وزیر خواجه آصف يو شخصي ټي وي سره خبرو کې ويلي، دې ریاست د بلوچستان د ښېګړې ډېرې موقعې د لاسه ورکړي دي.

بلخوا د وزیراعظم سلاکار رانا ثنا الله ویلی، حکومت غواړي چې سردار اختر مېنګل استعفا واپس واخلي او په دې لړ کې يو حکومتي وفد د اختر مېنګل سره ليدلي او نوموړي رانا ثناالله د خواست منلو دعوه هم کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG