لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: په اتوو مياشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي


د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري وايي، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي. نوموړی وايي، د اخري ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

پوځي عمليات

نوموړي نن په پينځم ستمبر راولپنډۍ کې خبري غونډه کې وويل، "سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې په تېره مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، په تېره يوه میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي دي". د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د "فتنه الخوارج" او وسله وال یې د "خوارج" په نوم يادوي.

هغه وويل، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

د پوځ وياند زياته کړه، د 20م اګست راهسې د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې په تيرا کې"د فتنه الخوارج، لشکر اسلام او جماعت الحرار پرضد د استخباراتو په اساس کاميابو عملياتو کې، تراوسه پورې37 ترهګر وژل شوي 14 ژوبل کړل شوي، چې پکې يو مهم کمانډر ابوزر عرف صدام وژل شوی دی او په دغو عملياتو کې څلور پوځيان هم وژل شوي دي".

نوموړي وويل، "د 25م او 26م اګست په مینځنۍ شپه کې ترهګرو په بلوچستان کې مختلفې ترهګرۍ پېښې کړي، او دغه کارروايانې یې په کور دننه او بهرنيو دښمنانو او سهولت کارو په وينا کړي دي، بلوچستان کې ناامنۍ او د پرمختيا نيول غواړي".

په دغو پېښو کې د 70 نه زياتو خلکو وژلو ويل شوي، او بريدونو زمه واري بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

د پوځ وياند وويل، "د ترهګرو ضد پاکۍ عملياتو کې 21 ترهګر وژل شوي، د پوځ او نورو امنیتي ادارو 14 عسکر وژل شوي وو". هغه وويل، "د بلوچستان په خلکو کې احساس محرومي او د رياست جبر تاثر دی، او بهرني عناصر د هغې نه ګټه پورته کوي چې بلوچستان کې ناامني او د پرمختيا مخه ونيول شي ويره خوره کړل شي، چې د ترهګرو ضد عمليات کيږي، پرمختيا نه کيږي، د دې نه به د احساس محرومۍ او رياستي در اندازۍ بيانيه وده مومي او ترهګرو سرپرست به په رياست تورونه لګوي".

د يادو پېښو وروسته په درېم ستمبر د بلوڅ ملت پاله ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ مشر سردار اختر جان مېنګل د قامي اسمبلۍ د غړیتوب څخه استعفا ورکړې، او ويلي یې وو،" له تيرو 75 کالو څخه دوی پر رياست اعتماد کوي"، هغه زیاته کړې، "د دې باوجود بلوچستان له پامه غورځول شوی او د بلوچستان د مسلو د حل لپاره څوک سنجيده نه دي".

فېض حميد

د پوځ ویاند د آی اېس آی پخوانی مشر لېفټينېنټ جنرل (ر) فېض حميد د نيولو په اړه وويل، "پوځ کې د خپل احتسابۍ په عمل يقين لري، او دغه نظام جامع، شفاف او پياوړی دی، په اپرېل 2024م کې د فېض حميد په اړه د پوځ لوړ پوړې کميټي جوړه کړل شوې او بيا په 12م اګست د کره ثبوتونو وروسته د فېض حميد پرضد د فيلډ مارشل کارروايي پيل شوې ده".

احمد شریف چودري وويل، پوځ قامي دی کومه سياسي ايجنډا نه لري، نه د کوم سياسي ګوند پلوي او نه مخالفت دی. او که په پوځ کې دننه څوک د خپلو ګټو ترلاسه کولو او يا د شخصي ګټو دپاره کوم سياسي ايجنډا په مخ وړي نو د پوځ احتسابي عمل پيل کيږي.

ترهګري

د پوځ وياند وويل، "پوځ د ملک په امنیت هيڅ جوړ جاړی ونه کړي، ترهګرو او سهولت کارو ته یې ويل غواړي چې منطقي انجام ته به رسولی شي او د يو پاکستاني وينه به بې ځايه نه توييږي".

د ترهګرۍ زياتېدو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل، "د ترهګرۍ ضد د کلکې تګلارې لاندې کوټلي عمليات روان دي، په څلورو پړاونو کې د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري، 46,000 مربع کلوميټرو نه زیاته علاقه د ترهګرو څخه پاکه کړل شوې، پاکستان کې کومه نو ګو يا داسې علاقه نشته چې د ترهګرو په عملدارۍ کې وي".

د پوځ وياند يو ځل بيا تکرار کړه، "په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د فتنه الخوارج [تحریک طالبان پاکستان] سهولت کاري سېوا شوې ده".

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG