لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې د شیخ حسینې د تېښتې د یوې میاشتې په پوره کېدو، مظاهرې شوې دي


په زرهاوو طالب علمان او د بنګله دېش نور شهریان د زیارت/پنجشنبې په ورځ په سرښار ډهاکه کې مظاهره وکړه چې د ملک نه د پخوانۍ وزیراعظمې شېخ حسینې د تېښتې یادونه وکړي. شېخ حسینه د هغو پراخو احتجاجونو له امله د واک اختیار پرېښودو او د بنګله دېش نه فرار کېدو ته مجبوره شوه چې د طالب علمانو په مشرۍ وشوې او احتجاج کوونکو د حکومتي نوکریو د کوټا په تقسیم اعتراض لرلو.

په هغو مظاهرو کې چې څو هفتې جاري وې، څه باندې شپږ سوه (۶۰۰) کسان مړه شول چې په کې زده کوونکي هم شامل و. بالاخره شېخ حسینه د اګسټ په ۵مه نېټه دې ته مجبوره شوه چې بنګله دېش پرېږدي او هند ته وتښتي. هغې پنځلس (۱۵) کاله په بنګله دېش حکومت وچلولو چې د هغه ملک په تاریخ کې تر ټولو اوږده واکمني وه، خو د خلکو د پاڅون له امله ختمه شوه. په آخري ځل شېخ حسینه په هغه انتخاباتو کې کامیابه اعلان شوې وه چې غټ اختلافي ګوندونو هغه انتخابات بایکاټ کړي و، او د انتخاباتو په نتایجو هم پوښتنې راپورته شوې وې.

د زیات په ورځ چې د حسینې د تېښتې په یاد کې د هغې په ضد کومې مظاهرې وشوې، په هغو کې مظاهره کوونکو د مثاله په توګه دغسې نعره بازۍ کولې: "حسینه چېرته ده؟ په ګور یې کړئ! په ګور یې کړئ" یا: "حسینه-مودي، هوشیار، خبردار!" او یا هم د تکبر نعرې وهل کېدلې.

هغو په دې خاطر د حسینې او مودي نومونه یوځای اخېستل چې هند د شېخ حسینې کلک ملاتړی ګڼل کېدلو. د بنګله دېش د ګڼ شمېر احتجاج کوونکو هند بد راځي، او دلیل یې دا ګڼي چې هند، هندوئیزم ته فروغ ورکوي او دهندواڼو بالادستي غواړي. د هغوی بل دلیل دا دی چې هند شېخ حسینې ته پناه ورکړې ده.

د زیارت ورځې اصلي مظاهره د شهید مارچ په نوم د ډهاکې پوهنتون شروع شوه. اکثرو مظاهره چیانو د بنګله دېش بېرغونه لېږدول، خو ځینو د فلسطینیانو یو ستر بېرغ هم پورته کړی و.

د ۱۷۰ میلینه آبادۍ لرونکي بنګله دېش په بېلابېلو برخو کې په لسهاوو زره کسان په دې مظاهره کې شامل و.

د ډهاکې په اوتارا محله کې د سکولونو او دیني مدرسو په زرهاوو زده کوونکو هم په مظاهرو کې برخه واخېسته او د شېخ حسینې په ضد یې نعره بازۍ کولې. ځینو داسې بېنرونه هم پورته کړي و چې ورباندې لیکل شوي و: "مونږ د شېخ حسینې تېزندۍ کېدل غواړو!" او یا هم "مونږ په ریاست کې ترمیمات غواړو!"

په بنګله دېش کې اوس د نوبل جائزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ نګران حکومت واک اختیار چلوي چې اوس دستي یې د ملک د استحکام دپاره، د قانون حکمرانۍ او نظم راوستلو ته ترجیح ورکړې ده.

د دې رپوټ معلومات د اېسوشیټډ پرس نه اخېستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG