لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ټکنالوجېکل ترهګرۍ د خطرې سره مخ ده


د امریکا د ترهګرۍ ضد يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، د سر ترهګرې ډلې لکه القاعده او داعش، چې يو ځل امریکا او اتحاديانو یې کمزورې کړې وې، لارې یې موندلي چې بيا ځان د خطرناک ګواښ په توګه وړاندې کړي.

د امریکې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز موقتي مشر دا ارزونه په داسې وخت کې کړې چې د القاعده لخوا په امریکا د 9/11 بريدونو 23 کاله پوره شو. په دغو بریدونو کې 3,000 تنه وژل شوي، او دغو پېښو په وروستيو کې د ترهګريزو حملو او ټېنکالوجۍ د ترهګرۍ د اغېزو ارزښت نور په ډاګه کړی دی.

د امریکا د ترهګرۍ قامي مرکز مشر برېټ هولمګرېن په نيويارک کې د ترهګرۍ ضد سرخط لاندې راجوړې دستوري ته په وينا کې ویلي، "مونږ نن د بلې نړیوالې ترهګرۍ د بدلېدونکي حرکت په مينځ کې يُو".

هغه زياته کړې، "د داعش په څېر ډلو اثر څو کاله وړاندې راکم کړل شوی وو". خو امریکا دا وخت د نورې خورې ورې خطرې سره مخ ده، ځکه چې د ترهګرۍ ضد فشار یې سېوا کړی دی.

هغه ويلي، "مونږ وينو چې دغه ګواښ په حقيقت کې خور شوی او په ځانګړي ډول د القاعده لخوا دا خطره زياته ده او مرکزونه یې په افريقا کې دي".

د نوموړي په خبره، "رښتيا دا دي چې القاعده په تيرو څو کلونو کې له افغانستانه ايستل شوې او هلته یې اوس لږ شتون پاتې دی".

"دغه ډول تاسو ليدلی شئ چې داعش او نورې ډلې په شام کې د خپلو ځايونو څخه ايستل شوي دي، او دوی اوس په وړو وړو ډلو کې کار کوي".

هولمګرېن ويلي، القاعده او داعش اوس دومره پیاوړې نه دي پاتې چې امریکې ته خطره جوړه شي، دغه ډول څرګندونې د امریکا استخباراتي چارواکي هم کوي، چې يادې ترهګرې ډلې غواړي چې په امريکا حمله وکړي خو وړتيا یې نه لري.

نوموړي د امریکا او اتحاديانو لخوا یې د ترهګرۍ ضد فشار يادګېرنه وکړه او وی یې ويلي، دغه ډلې " اوس وړتيا او توان نه لري".

د دې باوجود د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي ويني، چې القاعده او داعش په انلاين بڼه هڅه کوي چې خلک ځان سره يو ځای وکړي، په لويديځو هيوادونو کې دغه کسانو ته برابرتياوې جوړې کړي چې په خپل سر بريدونه وکړي.

خو نور هيوادونه، چې ځينې د امریکا اتحاديان هم دي، قانع نه دي چې د افغانستان او شام څخه خطره ختمه شوې ده.

روان کال د جولايۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو رپورټ، چې د غړو هيوادونو د استخباراتو په بنياد جوړ شوی، پکې ويل شوي وو، چې القاعده په افغانستان کې وده کړې، د طالبانو د حکومت څخه ګټه پورته کوي، خپل تربيتي مرکزونه او فعاليتونه پراخوي.

او د امریکې سنټرل کمانډ ويلي وو، په شام او عراق کې د داعش بريدونه يو په دوه سېوا شوي وو.

خو هولمګرېن او نور امریکايي استخباراتي چارواکي وايي، چې القاعده او داعش او دوی سره تړلې نورې ډلې اوس هم خطره ده ځکه چې دوی په انلاين بڼه منظمه کېدی شي.

امریکايي چارواکي وايي، چې القاعده او داعش، تر دې چې د ايران ملاتړې ترهګرې ډلې لکه حزب الله د منصوعي ذهانت يا ارټيفيشل انټيلجنس څخه ګټه اخلي او دا ټېکنالوجي د نورې پروپېګنډې دپاره کاروي.

دا چې مصنوعي ذهانت ښیې ډېر ښه کار ونه کړي خو دوی دغه منصوعي ذهانت د ترهګرۍ دپاره په موثره توګه کارولو هڅه کوي. ويل شوي، القاعده او داعش د حماس لخوا په اسرايل د حملې په څېر فشار ته دوام ورکړي.

د نيويارک پوليسو د استخباراتو او ترهګرۍ ضد محکمې مرستيالې ريبيکا ونر ویلي، د حماس بريد د ګواښونو په چاپيريال کې بدلون راوستی دی.

هغې زياته کړې، هغه څه چې مونږ د اووم اکتوبر د حماس د حملو وروسته ليدلي، مونږ به یې په راتلونکو کلونو کې هم تجربه کړو، دوی په حقيقت کې موجود نه دي، خو څپې یې شته.

هولمګرېن ويلي، د اووم اکتوبر حمله يوه نااشنا حمله وه. او دا د 9/11 نه وروسته غټه پېښه وه. او دې د نازيانو نه تر القاعده او ايران پلوه ډلو پورې را يو ځای کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG