څه د پاسه سل روهینګیا کډوال چې له کلونو راهیسې د هند په شمال ختیځ ایالت آسام کې په یوه ټرانزیټي کېمپ کې بندیان دي د نه خوړلو یا د لوږې احتجاج پیل کړی چې غواړي د هندوستان په پلازمینه نوي دهلي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته وسپارل شي او په دهلي کې یو کېمپ ته انتقال شي. او بیا یې په کوم دریم هیواد کې د ابادکارۍ بهیر پیل شي.
۱۰۳ روهینګیا مسلمان کډوالو د ګل یا دوشنبې له ورځې د ماټیا ټرانزیټي کېمپ کې د نه خوړو احتجاج پیل کړی، چې ډیر کډوال یې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته داخل شوي دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د میانمار ۳۰ عیساي کډوالو هم د دغه کډوالو سره د یوالي په خاطر د لوږې یا نه خوړلو احتجاج پیل کړی دی.
د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ګول پاره ضعلې چرته چې دغه کېمپ دی، یو پولیس چارواکي وي او اې ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکې د دې مسلې د تحقیقاتو د پاره راروان دی.
دغه پولیس چې د میډیا سره د خبرو د اجازت نه لري د نوم نه خودلو په شرط ویلي چې دغه چارواکي به په کېمپ کې د موجود افسرانو سره خبرې کوي او د دې مسلې د حل کولو کوشش به کوي، خو هغه وویل چې د میانمار نه کډوال شوي غوښتنه کوي چې دوي دې د کېمپ نه ازاد کړل شي.
په هند کې د روهینګیا د حقونو یو فعال صابر کیاو مېن، چې د وضعیت څارنه کوي، وویل چې په کېمپ کې د صفایي حالات ډیر بد دي او غیر انساني چلند ورسره کیږي. ښاغلي وویل چې
میانمار نه دوي د ژوند بچ کولو په خاطر تښتیدلي دي او په هند کې یي پناه اخیستې ده.
که څه هم هند د ملګرو ملتونو د 1951 کال د کډوالو کنوېنشن یا د 1967 پروټوکول لاسلیک کړی نه دی او ټول روهینګیا کډوال د "غیرقانوني کډوالو" په توګه پیژني، خو دوي په یاد هیواد کې د لسیزو راهیسې په سوله ایز ډول ژوند کوي.
د هند د کورنیو چارو وزارت څو کاله وړاندې ویلي وو چې په هند کې په کېمپونو کې روهینګیان به بالاخره میانمار ته واستول شي، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې یوازې ۱۸ تنه هلته شړل شوي دي.
د یو این ایچ سي ار د معلوماتو له مخې په هند کې ۶۷۶ روهینګیا په کېمپ کې ژوند کوي خو فعالان وایي چې دغه شمېره ۱۰۰۰ ته نږدې ده.
نزدې يو ميلين روهينګيا کډوال د بنګله په پوله پرته ولسوالۍ کوکس بازار په کيمپونو کې ژوند کوي. دا کډوال په کال 2017 د پوځ د ظلم اوځورولو نه تښتېدلي دي چې اوس پرې د نسل وژنې مقدمه د انصاف په نړيوال عدالت کې روانه ده.
Forum