د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یا جنرل اسمبلۍ د 21مې پېړۍ د چېلنجونو یا ننګونو سره د مقابلې دپاره ’ پېکټ فار د فیوچر‘ یا ’ د مستقبل لوظنامه ‘ منظوره کړې ده.
خو په دغه لوظنامه کې وړاندیز شوي 56 اقداماتو باندې د نړۍ مختلف هیوادونه اتفاق کول مشکل ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انټونیو ګوټېرېس د 193 غړو نړیوال تنظیم مننه وکړه چې دغه لوظنامه یې منظوره کړه او دا یې د چاپیریال ، شخړو، نابرابرۍ او غربت په څیر چیلنجونو ته په مؤثره توګه د رسېدو دپاره یو مهم ګام ګرځولی.
په عمومي اسمبلۍ کې د ’ سمټ اف فیوچر‘ د عنوان لاندې غونډه کې منظورې شوې لوظنامه کې د ډیجیټل راتلونکي متعلق نکات هم شامل دي.
د دې لوظنامې د تیارۍ نه وړاندې د غړو هېوادونو ترمنځ نهه میاشتې اوږد بحثونه او خبرې اترې روانې وې.
کله چې د اتوار- یکشنبې په ورځ غونډه پیل شوه نو د عمومي اسمبلۍ نه د لوظنامې د منظورۍ په اړه ډیر شکونه
موجود و.
د روس د بهرنيو چارو مرستيال وزير د غونډې په پيل کې پر دغه پیکټ یا لوظنامه سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې هېڅوک د دې لوظنامې نه خوشحاله نه دي. هغه په دې لوظنامې کې د یو داسې بدلون وړاندیز هم وکړو چې دا لوظنامه به ورسره غیر موثره شي.
انټونیو ګوټېرېس د دې لوظنامې په منظوریدو د خوښۍ څرګندونه وکړه او د نړۍ د مشرانو یې وغوښتل چې په دغه عمل یقیني کړي.
هغه وویل چې مذاکراتو ته باید لومړیتوب ورکړی شي. د مینځني ختیځ نه تر اوکراین او سوډان پورې ، هغه جنګونه چې زمونږ نړۍ تقسیموي باید ختم کړل شي.
ښاغلي ګوټېرېس همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د اصلاحاتو، په نړیوال مالي نظام کې اصلاحات ګړندي کولو او د معدنی تېلو نه د چاپېریال ته نقصان نه رسوونکو سونګ توکو ته د لېږد په برخه کې پر شویو ټکو ټینګار وکړو.
انټونیو ګوټېرېس وویل چې په فیصلو کولو کې باید د ځوانانو نظر ته هم اهمیت ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه د سېپټمبر په 10مه پیل شوې او د فبرورۍ تر 26مې به دوام لري.
Forum