د اسرايل پوځ وايي د ایران برید ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي
د اسرايل یو پوځي چارواکي د شنبې- خالي په ورځ وویل، پوځ یې پر اسرايل باندې د ایران د میزایلو بریدونو ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي، خو د برید د څرنګوالي او کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه اسرایلي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط اې ایف پي ته ویلي، "د اسرايل پوځ پر خپل ملک او اسرایلي ملکي وګړو باندې د ایران بېساري او غیرقانوني برید ته د جواب ورکولو لپاره چمتووالی نیسي".
صدر بایډن هم پرون ویلي وو چې اسرایل تر اوسه ایران ته د جواب ورکولو لپاره پرېکړې نه ده کړې.
د هارټز په نوم د اسرایل یوې ورځپاڼې د پوځ په حواله ویلي چې د اسرايل جواب به "د پام وړ" وي. د ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي:
"په دې اونۍ کې د تهران له خوا د توغندیو له برید وروسته د اسرايل پوځ په ایران کې د پام وړ برید لپاره تیاري کوي."
رپوټ زیاته کړې ده چې د اسرايل پوځ دا امکان هم نه دی رد کړی که پر ایران باندې برید وکړي نو کېدای شي له هغه وروسته ایران بیا پر اسرایل جوابي برید وکړي.
صدر بایډن وایي اسرایل تر اوسه ایران ته د حملې د جواب ورکولو پرېکړه نه ده کړې
د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل، اسرایل تر اوسه لا پرېکړه نه ده کړې چې د ایران د میزایلو حملې ته به څنګه جواب ورکړي او وایي اسرایل باید د ایران د تېلو زېرمې په نخښه نه کړي.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې کله هغوی د حملې پرېکړه وکړي له اسرایلي چارواکو سره به خبرې وکړي:
"اسرایلیان دې نتیجې ته نه دي رسېدلي چې دوی د برید په اړه څه کول غواړي. پر دې خبره بحث کېږي".
صدر جو بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي وو، کېدای شي د اسرایل په جوابي اقداماتو کې د ایران د تېلو پر تاسیساتو باندې برید هم شامل وي.
خو د جمعې په ورځ یې بیا وویل، "که زه د دوی پر ځای وای، ما به د تېلو پر زېرمو له برید کولو پرته د نورو متبادلو ځایونو په اړه فکر کاوه."
اسرایل ګواښ کړی چې د ایران د لومړي اکتوبر میزایل حملو ته به جواب وایي، خو ایران خبرداری ورکړی که برید ورباندې وکړي نو د برید په جواب کې به بیا بریدونه ورباندې وکړي.
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي وایي پر اسرایل د ایران بریدونه جایز او قانوني وو
د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وایي، ایران او د هغه سیمه ییزې پراکسي ډلې به له اسرایل څخه پر شا نه شي.
خامنه يي په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل د ایران میزایلي بریدونو ته په اشارې سره وویل: "څو شپې مخکې [د اسرایل خلاف] زموږ د وسلوالو ځواکونو په زړه پورې اقدام په بشپړه توګه قانوني او جایز وو".
آیت الله علي خامنه یي «د فلسطین او لبنان ملت» تر سرلیک لاندې د ایران د پراکسي ډلو د دفاع په دوام کې وویل، هیڅوک د اعتراض حق نه لري. ایران تر دې وړاندې هم هغه هېوادونه غندلي وو چې پر اسرایل د ایران د بریدونو غندنه یې کړې وه.
دا په نیژدې پینځو کلونو کې لومړی ځل دی چې خامنهيي عامه خطبه ورکړه.
هغه وروستی ځل د 2020م کال په جنوري کې د جمعې خطبه ورکړې وه او هغه هم هغه وخت شوې وه چې په بغداد کې د امریکا په برید کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني وژل شوی وو.
اسرایل وايي په لبنان کې يې د حزب الله د استخباراتو مرکز ویشتلی دی
واشنګټن (ای اېف پي) د اسرایل پوځ وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په لبنان کې د حزب الله په ضد حملو کې يې د ډلې د استخباراتو مرکز وویشتلو.
اسرایلي پوځ وویل جنګي جهازونو يې په بېروت کې د حزب الله د استخباراتو مرکز، وسله وال، د جاسوسۍ وسایل او د "ترهګرۍ" بنیادي اډاڼه په هدف کړه.
لبنان پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د امنیتي ځواکونو په پوسټ د اسرایل په حمله کې يې یو عسکر وژل شوی او لبناني ځواکونو جوابي ډزې کړي دي.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې روېټرز خبري ادارې ته وویل یو کال مخکې د اسرایل او د حزب الله وسله والې ډلې شخړه د شروع کېدو راهسې دا وړمبی ځل دی چې د لبنان پوځ په اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې کړي دي.
بلخوا، اسرایلي پوځ او په لبنان کې مېشته حزب الله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بل د ګزارونو دعوې کړي دي.