لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د کراچۍ په هوايي میدان امریکا ته د تللو نه منع کړل شوې ده

ټایم میګرین ( ټایم مجلې) د بلوڅ يکجهتي کمیټۍ مشره ماه رنګ بلوڅ "په سوله ييزه توګه د بلوڅانو د حقونو د دفاع" کولو په خاطر د ټايم مجلې د '2024 ټایم  100 نیکسټ '  په نوملړ کې شامله کړې ده. (فایل فوټو)
ټایم میګرین ( ټایم مجلې) د بلوڅ يکجهتي کمیټۍ مشره ماه رنګ بلوڅ "په سوله ييزه توګه د بلوڅانو د حقونو د دفاع" کولو په خاطر د ټايم مجلې د '2024 ټایم  100 نیکسټ '  په نوملړ کې شامله کړې ده. (فایل فوټو)

د بشري حقونو نامتو مشره ماه رنګ بلوڅ د ګل- دوشنبې په شپه په خپل اېکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې دعوه کړې چې ایف آی اې (د پاکستان مرکزي پلټنو اداره) هغه د کوم جایز او قانوني جواز بغیر د فلایټ یا الوتنې نه ښکته کړې ده.

ماه رنګ بلوڅ په خپل سوشل میډیا اکاونټ کې د پېښې د جزئیاتو په بیانولو سره ویلي چې د ګل- دوشنبې په شپه د هغې پاسپورټ د ایف آی اې یوه چارواکي واخیستو، چې د ده په وینا په اول کې ډېر ښه او دوستانه و او نرم چلند اختیار کړی و او د ماه رنګ په وینا، افسر ژمنه وکړه چې ورته به دا خبره تشریح کړي چې ولې د فلایټ یا الوتنې نه ښکته کړل شوې ده.


ماه رنګ بلوڅ زیاته کړه چې وروسته د ایف آی اې ( FIA) افسر هغې ته د پاسپورټ د ورکولو نه انکار وکړو. ماه رنګ د هغې سره دا ډول چلند باندې د سېند په حکومت او بلاول بوټو زداري هم نیوکې وکړې .

ماه رنګ وویل: " زه د جمهوریت د چمپین- اتل دعوه کوونکي بلاول بوټو زرداري په کورنۍ صوبی سېند کې د نیویارک ته تلونکي فلایټ کې د الوتنې څخه منع کړل شوم ".

ټایم میګرین ( ټایم مجلې) د بلوڅ يکجهتي کمیټۍ مشره ماه رنګ بلوڅ "په سوله ييزه توګه د بلوڅانو د حقونو د دفاع" کولو په خاطر د ټايم مجلې د '2024 ټایم 100 نیکسټ ' په نوملړ کې شامله کړې ده.

په دغه نوملړ کې هغه 100 کسان شامل دي چې په لنډه موده کې یې د خپل کار د لارې عام خلک اغېزمن کړي دي. په دې کسانو کې هنرمندان، لوبغاړي، سیاستوال او وکیلان شامل دي

ماه رنګ بلوڅ د بلوڅانو د جبري بې درکه کولو او غیر عدالتي وژنو په ضد اسلام آباد ته د بلوچ یکهجتۍ کمیټۍ د احتجاجي مارچ او ناستې مشري کړې وه. ماه رنګ بلوڅ 16 کلنه وه چې پلار یې عبدالغفار لونګو ورک شو او وروسته یې تشدد شوی جسد وموندل شو.

يادونه: د خبر د وی او اې اردو نه اخیستل شوی دی

See all News Updates of the Day

پاکستان به غواړي چې د امریکې د نوي حکومت سره ښې اړیکې ولري

پاکستان کې څيړونکي او خبريالان وايي، د امريکا د نوي صدر ټاکنه به یواځې د امریکا د کورني سیاست نه، بلکې د جګړې او شخړو په مینځ کې د ټولې نړۍ پشمول پر پاکستان هم اغېزې ولري. خو پاکستان به غواړي چې که هر څوک د امریکا صدر جوړيږي، ښې اړيکې ورسره وساتي.

پاکستان د ډانلډټرمپ او کاملا هېريس ترمنځ سیالي له نږدې څاري. د سیاسي او نړيوالو چارو کار پوهان وايي، دا به د پاکستان په اړیکو د پام وړ اغېزې ولري. ځکه چې دا پریکړه به د امنیتي همکارۍ، اقتصادي اړیکو او سیمه ییز تحرکات سره هم تړلې وي.

د نړیوالو چارو کار پوه متين حېدر وايي، "په امریکا کې د حکومت د بدلون سره به په یقینې توګه په پاکستان کې هم سیاسې بدلون راځې، ځکه چې د امریکا د پاکستان په سیاست هر کله اغېزې وي. او واشنګټن کې که چري یو حکومت بدل شي نو د حالاتو تر مخه به د پاکستان سره اړیکو ته ګوري".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ د اکتوبر په ۳۱مه ویلي وو، پاکستان له امریکا سره ښې او اسانه اړیکې غواړي او په دې برخه کې به کار کوي.

د نړیوالو چارو کار پوه علی حسېن وايي، تمه کیږي چې د امریکا پالیسي به همداسې پاتې شي.

د نوموړي په خبره، "که تاریخ ته وګورو نو پاکستان او امریکا د بو بل سره اړیکې د جینوا ستراتیجیکې حالاتو سره تړلې دي. که ریپبلکن راځي او که ډیموکریټس راځي هغه به ګوري چې پاکستان سره څه رنګه اړیکو ته اړتیا لري".

پاکستان تحریک انصاف ګوند تمې لري چې په امریکا کې د حکومت د بدلون سره به د عمران خان د خوشي کیدو لارې پرانستل شی.

متين حېدر وايي، "د عمران خان د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره شه اړیکې وې او که چري اوس ډانلډ ټرمپ راځي نو د عمران خان سمدستي خوشي کیدل به ګران وي خو امریکا په پاکستان سفارتي او سیاسي فشار راوستلی شي".

څیړونکي دا هم وایي چې جدي مسلې لکه د موسمیاتي بدلون او د پاکې انرژۍ همکارۍ ممکن د ټرمپ په مشرۍ لومړیتوب نه وي. او که کاملا هېريس وګټي، هغه تمه لري چې پالیسي به تر ډیره حده ورته پاتې شي، له پاکستان سره محدودو اړیکو تر ځنګ د احتمالي اقتصادي ملاتړ امکان کېدای شي.

کراچۍ: د ډزو پېښه کې دوه چينايان ژوبل شوي

د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي، پوليس وايي چينايي وګړو يوه شخصي کارخانه کې کار کولو او د کارخانې د ساتونکي په ډزو ژوبل شوي او روغتون ته منتقل کړل شوي دي.

دا پېښه نن په پينځم نومبر د کراچۍ ښار په سايټ علاقه کې شوې ده.

د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليسو مشر، ډي آی جي اسد رضا د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، چينايي وګړي د لبرټي ټکسټايل يا جامو د کارخانه کې کار کوي، دوی د ډيفنس نه دلته راځي.

هغه وویل، چينايان چې نن سهار دې کارخانې ته راغلل، دلته د دې کارخانې يو خپل او یو بل ساتونکی موجود وي، دوی د يو سره خبرې اړولي او بيا پرې يو ساتونکي ډزې کړي دي.

نوموړي زياته کړه، دوی د پېښې پلټنې پيل کړي چې د پېښې اصل حقيقت څه دی او په شا یې کومې کړۍ دي، دا ټول معلومات راټولولی شي.

د سيند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضياالحسن لنجار ويلي، د سايټ تاڼې په علاقه کې د ساتونکي او چينايانو ترمنځ جګړه شوې، پېښه کې د ککړ ساتونکي د نيولو لارښوونه یې کړې ده.

نوموړي د چينایانو او نورو غېر ملکي وګړو ته امنيت ورکوونکو شخصي کمپنيانو د معلوماتو او پلټنو کولو ويلي چې د دغو کمپنو د ساتونکو ذهني او بدني معاينه دې وشي.

نوموړي د پېښې رپورټ غوښتی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د کراچۍ لياقت نېشنل روغتون ویاند ويلي، روغتون ته دوه ژوبل چينايان ور وړل شوي درملنه یې روانه ده د يو روغتيايي حالت پکې سخت دی.

د سرچينو ترمخه، يو چينايي وګړو دوه او بل اته ډزه لګېدلی دی. خو پوليس چارواکو په دغې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر په چینايي قافله شوې چاودنې ته د کراچۍ پوليسو په خپل رپورټ کې ځانمرګی بريد ویلی چې د ګاډي د لارې شوی وو.

د پوليس رپورټ ترمخه، په برید کې دوه چينايان او يو بل تن د وجود ټکړې ترلاسه شوې، او څو ګاډي تباه شوي وو.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.

د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی دی.

جنوبي وزيرستان: وسله وال بريد کې د سي ټي ډي پوليس اهلکار په ګډون درې تنه وژل شوي

د افغانستان سره په پوله د ناامنۍ ښکار ضلعې کوز جنوبي وزیرستان کې د نامالومه وسله والو په بريد کې د تر هګرۍ ضد پولیس سي ټي ډي (کاونټر ټیررزم ډیپارټمنټ) اهلکار عثمان او د هغه دوه ملګري، مصطفا او یونس په ځای وژل شوي دي.

‎پولیس پېښه تاييد کړې او وايي دا پېښه د شپې ناوخت د ضلعې مرکز واڼه په دژه غونډۍ سیمه کې په اعظم ورسک سړک شوې ده، دغه ځای د واڼه ښار څخه پينځه کیلومیټره جنوب لویدیځ پله پروت دی.

‎د دوی په وینا د وړاندې نه پټو برید کوونکو لومړی د هغوي په ګاډي توغندی داغلی او بیا یې پرې ناتاره ډزې کړې چې په نتیجه کې درې سره کسان په ځای وژل شوي دي.

‎ د اعظم ورسک د تاڼې چارواکي وايي د وژل شوو کسانو پېژندګلو د مصطفا، یونس، او عثمان په نومونو شوې ده، په هغوی کې دوه عام وګړي او یو د سي ټي ډي اهلکار عثمان دی.

‎پولیس وايي د پېښې وروسته ټوله سیمه په ګېره کې اخستل شوې او پلټنې یې پیل کړي دي.

‎د پوليسو مشر فرمان الله ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا یو ترهګریز برید بلل کيږي، او داسې ښکاري چې د سي ټي ډي اهلکار عثمان یې اصلي هدف وو.

‎تر اوسه پورې د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

‎ دوه ورځې وړاندې، د همدې سیمې په یو بله پېښه کې د حکومت ملاتړی طالب وسله وال اریانه وزیر هم د نامالومه کسانو لخوا وژل شوی وو، چې د هغې پېښې زمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه.

‎د اکتوبر په میاشت کې په صوبه کې 46 بريدونه شوي چې پکې 53 امنیتي سرتېري او 80 کسان وژل شوي وو.

‎دا بریدونه په داسې وخت کې کېږي، چې د پاکستان پوځ د تېرو 20 کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې پوځي عملیات کوي. دا عملیات په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې روان دي.

‎د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د تازه رپورټ ترمخه يواځې په اکتوبر مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

‎د امنیتي چارو کارپوهان وايي که څه هم د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواکونو لخوا هره ورځ د اطلاعاتو په بنياد عملیات کیږي خو بيا هم د تشدد پيښې نه تم کیږي.

‎د خالي په ورځ په دویم نومبر هم د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروت او جنوبي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو په ګزمه او کاروان بریدونه شوي وو چې پکې د یو پوځي افسر په ګډون 16 پوځیان ټپيان شوي وو.

‎تر دغه پېښې دوه ورځې وړاندې د اکتوبر په په 30مه په بنو کې هم د پوځ او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې وې، چې پکې د یو پوځي مېجر په شمول درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.

د پاکستان د پوځي مشرانو د ملازمت مودې پينځه کاله کولو منظوري ورکړل شوې

د پاکستان پارلیمان پرون په څلورم اکتوبر ناوخته د پوځي سرلښکر، ارمي چيف او نورو ځواکونو د مشرانو د ملازمت موده پينځه کاله کولو، او سپريم کورټ د ججانو شمېره یې د 17 نه 34 ته سېوا کولو ترڅنګ شپږ قانوني مسودې په اکثريت رای سره منظورې کړي دي.

پارلیمان کې اپوزيشن د قانوني مسودو وړاندې کولو په وخت سخت احتجاج کړی او نعرې یې وهلي دي.

یادې قانوني مسودې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ دواړو څخه منظور کړل شوي او صدر بيا لاسليک کړي دي.

د قامي اسمبلۍ د سپيکر اياز صادق په مشرۍ د اېوان غونډه کې د قانون وزير، اعظم نزير تارړ د سپريم کورټ د ججانو د شمېرې سېوا کولو قانوني مسوده وړاندې کړې، چې ترمخه به یې د سپريم کورټ د ججانو شمېره د 17 نه تر 34 پورې سېوا کولی شي.

له دغې وروسته بيا په سپريم کورټ کې د پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ وړاندې کړل شوی، کوم چې وړاندې ارډيننس وو، د قامي اسمبلۍ نه د منظورۍ وروسته به اېکټ يا قانون جوړ شي.

پارلیمان کې د اسلام باد د ججانو شمېرې سېوا کولو قانوني مسوده هم وړاندې کړل شوې چې له مخې به یې شمېره د نهه نه 12 ته سېوا کړل شي.

د قانوني مسودو وړاندې کولو په وخت قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن سختې نعرې وهلي، خو قانوني مسودې وړاندې کړل شوي او منظوري یې ورکړل شوې ده.

د قانون د وزیر د قانوني مسودو وروسته د دفاع وزير خواجه د پاکستان پوځي قانوني، ارمي اېکټ 1952، د سمندري ځواک قانون يا نيوي اېکټ 1961 او د هوايي ځواک يا اييرفورس اېکټ د 1953 کې هم د بدلون منظوري ورکړل شوې ده.

يادې قانوني مسودې هم د قامي اسمبلۍ او سېنېټ نه منظورې کړل شوي چې ترمخه به یې د پاکستان د درې سره ځواکونو د مشرانو د ملازمت موده پينځه کاله وي.

ويل شوي، په پوځ کې د جنرل د ريټايرډ کېدو د قاعدې اطلاق به په پوځي مشر نه وي، د هغه تعيناتي، بيا تعيناني يا د هغه د ملازمت د مودې غځولو په صورت کې به د پوځ مشر د جنرل په توګه کار کوي.

د پرېکټس اېنډ پروسيجر ترميمي قانوني مسوده کې ويل شوي، که ممکن وي نو د آرټيکل 184 د شق درېم لاندې د آييني بنچ فيصلې خلاف به لارجر بنچ کې په 30 ورځو کې اپيل کېدی شي.

ويل شوي، پرېکټس اېنډ پروسيجر بل اطلاق به د 26م اييني بدلون نه وړاندې په ځای وي.

د قانوني مسودو وړاندې کولو په وخت د پاکستان تحریک انصاف د پارلیمان غړو سخت احتجاج کړی، نعرې یې وهلي او د قانوني مسودو پاڼې یې شلولي دي، خو بيا هم قانوني مسودې په اکثريت سره په هو او نا کې منظورې کړل شوي دي.

د پارلیمان نه بهر د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، حکومت د قانون جوړولو د لارې د ججانو شمېره سېوا نه کړه، بلکې د خپلې خوښې ججان راوستل غواړي او د خپلې خوښې فيصلې پرې کول غواړي.

هغه ويلي، د وسله والو ځواکونو د مشرانو دپاره شوې قانوني سازۍ طريقه غير اييني او غير قانوني ده، په دې مسله بحث پکار وو.

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د قانوني مسودو منظورولو وروسته د پاکستان قايم مقام صدر يوسف رضا ګېلاني ټولې لاسليک کړي دي.

پاکستان وايي ځواکونو يې د افغانستان نه را اوړېدونکي پينځه وسله وال ووژل

افغانستان او پاکستان ۲۶۰۰ سرحد لري چې د ډیورنډ کرښې په نامه هم یادېږي
افغانستان او پاکستان ۲۶۰۰ سرحد لري چې د ډیورنډ کرښې په نامه هم یادېږي

پاکستان د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امنیتي ځواکونو يې هغه پينځه وال ووژل چې د افغانستان څخه جنوبي وزیرستان ته راننوتل.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ سحر د لمر خاته نه وړاندې يې عسکرو د "خواریجو" یوه ډله په حرکت وليدله چې پاکستان ته د داخلېدو کوښښ يې کولو خو ناکامه کړی شوو.

د پاکستان پوځ د خواریجو ټکی د کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د سله والو دپاره استعمالوي.

پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي خو د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دغه خبره ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه وراچوي.

د پاکستان پوځ دا هم وویل په شمالي وزیرستان کې يې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات وکړل او د ټي ټي پي یو کمانډر يې ووژلو.

د پوځ په بیان کې د افغانستان د طالبانو په حکومت غږ وشو چې خوارېج دې نه پرېږدي چې د افغانستان خاورې د پاکستان خلاف استعمال کړي او د سرحد انتظام دې "موثره" کړي.

افغانستان او پاکستان ۲۶۰۰ سرحد لري چې د ډیورنډ کرښې په نامه هم یادېږي.

ملګرو ملتونو ټي ټي پي د افغانستان په خاوره د ټولو نه لوی ترهګر تنظیم بللی دی.

افغان طالبان وايي د ټي ټي پي په شمول هېڅ چا ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو خلاف استعمال کړي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

سټېټ بېنک د سود شرح دوه فیصده کمه کړی خو سوداګر دا کافي نه ګڼي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG