لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېلټن سمندري طوفان نه پس، د فلوریډا ایالت حال څه دی؟

د مېلټن په نوم سمندري طوفان د امریکې فلوريډا ایالت څخه په تېرېدو، د هغه ایالت زیاتره سیمې ځپلي دي او د لسهاوو څرخ بادونو یا ټورنېډو سبب هم شوی دی. د دې طوفان له امله د فلوریډا په میلینونو خلکو باندې بجلي بنده شوې، کورونه تباه شوي، سیمې د اوبو لاندې شوي، او پراخ نقصانات اوړېدلي، خو په دې لړ کې سلهاوو کسان ژغورل شوي هم دي.

تر اوسه پورې لږ تر لږه د شپږو تنو د مړینې تصدیق شوی دی، او دا شمېره ښایي وروسته بدله شي.

د دې ټولو سره سره، چارواکي وایي چې دا طوفان، دومره چې یې وېره کېدله، هغومره زورور نه و. د فلوریډا ګورنر ران ډي سانټس وویل چې دا طوفان "غټ و"، خو زیاته یې کړه چې "بدترینه سېناریو نه وه".

ګورنر دا هم وویل چې د هیلیکاپټر نه یې د سختو ځپل شوو سیمو لیدنه کړې ده او دا یې تر سترګو شوي چې په دې وروستیو کلونو کې جوړ شوي کورونه تر ډېره حده سم پاته دي. ګورنر ډي سانټس یقین او خوشبیني وښوده چې دغه ځپلی شوې سیمې به ډېر ژر بېرته بحاله شي.

ټېمپا ښار، فلوریډا - د هریکېن مېلټن د رارسېدو شیبې (شورو/چهارشنبې مازدیګر)
ټېمپا ښار، فلوریډا - د هریکېن مېلټن د رارسېدو شیبې (شورو/چهارشنبې مازدیګر)

د امریکا صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د طوفان په حوالې سره د حکومتي ګامونو په باب په ټي وي باندې وینا وکړه او ویې ویل، "د مکمل مرمت دپاره به اوږدمهاله هڅه په کار وي. دا به څو بلینه ډالرو ته ضرورت ولري.... مونږ به د خپلې وسعې پورې هرکوشش وکړو چې تاسو بېرته په پښو اودرېږئ."

د مېلټن سمندري طوفان د شورو/چهارشنبې په ماښام (د امریکا د مشرقي ریاستونو په وخت) د درېیمې کټګورۍ طوفان په قوت سره د فلوریډا لویديځ کې د ټېمپا بې اېریا جنوب برخې ته ورسېد او د زیارت/پنجشنبې د ماسپښینه پورې د فلوریډا ریاست له ختیځ ساحل نه پورې وتلو چې نور د هریکېن طوفان طاقت په کې نه و پاته او په یو سایکلون بدل شو.

په فلوریډا کې د سمندري طوفان له امله یو وران شوی سټډیم
په فلوریډا کې د سمندري طوفان له امله یو وران شوی سټډیم

اوس هم د فلوریډا په زیاتره سیمو کې لارې سړکونو باندې اوبه ولاړې دي او چارواکو د سختو ځپل شوو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بجلیو د غورځېدل شوو تارونو، په لارو کوڅو کې د غورځېدلو ونو، بندو پلونو او سېلابونو له امله ډېر احتیاط وکړي.

په فلوریډا کې د ساتېرۍ درې لوی پارکونه – والټ ډېزني ورلډ، یونیورسل اورلانډو، او سي ورلډ – ټول د مېلټن طوفان د رارسېدو نه وړاندې تړل شوي و، خو اوس یې اعلان کړی چې د جمعې په ورځ به بېرته پرانېستي وي.

د اورلانډو انټرنشنل ائیرپورټ هم اعلان وکړ چې د زیارت/پنجشنبې په ماښام به بېرته پرانېستل شي او پروازنه به ترې شروع شي.

یاده دې وي چې د مېلټن سمندري طوفان یا هریکېن نه صرف دوه هفتې وړاندې، د هیلین په نوم یو بل سمندري طوفان هم فلوریدا ځپلی و.

د دې رپوټ معلومات د اېسوشیټډ پرس خبرې ادارې نه اخېستل شوي دي

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG