د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ د جنوب ختیځې اسيا مشرانو ته وویل امریکا د جنوبي چین په سمندر کې د چین د "زیاتېدونکو خطرناکو او غېرقانوني" فعالیتونو په اړه اندېښنه لري. نوموړي د غونډې په مهال ژمنه وکړه چې امریکا به په دې سمندري سوداګریزې لارې کې د تګ راتګ د ازادۍ ملاتړ کوي.
د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې اسيان (ASEAN) لسو غړو د بلينکن سره ليدلي، دا ليدنه د چین او د اسیان غړو فلپاین او ویتنام ترمنځ په سمندر کې د تاوتریخوالي له لړۍ وروسته شوې ده، ياد تاو تريخوالي اندېښنې زیاتې کړي چې د چین زیاتېدونکې فعاليتونه، ښيې په پراخه جګړه واوړي.
چین نزدې په دې ټول سمندر دعوه لري، د اسيان غړي ویتنام، فلپاین، ملايشيا، برونايي او تایوان پرې دپاسه دعوه لري، نزدې یو په درېمه برخه نړیواله سوداګري له دې سمندر څخه تېرېږي، او هم دا د کبانو، مهيانو، ګېس او تیلو څخه ډک دی.
بیجینګ په کال 2016م کې د نړيوال عدالت هېګ پرېکړه رد کړې، په کومه کې چې د چين پراخه دعوې رد کړل شوې وې، او چین په دې سیمه کې جزیرې جوړې کړي او پوځي فعاليتونه یې پکې ترسره کړي.
بلینکن د صدر جو بایډن په ځای په دې غونډه کې ګډون کړی، او خپله وينا کې یې ويلي، "مونږ د چین د زیاتېدونکو خطرناکو او غیرقانوني فعالیتونو په اړه اندېښمن یو، چې په جنوبي چین سمندر کې یې خلک ژوبل کړي، د اسيان هېوادونو کشتۍ یې زیانمنې کړې دي، او د شخړو د سوله ییز حل په اړه ژمنې ته یې تاوان اړولی"، هغه زیاته کړه، "امریکا به د تګ راتګ او پروازونو د ازادۍ ملاتړ ته په انډو پيسفک سمندر کې دوام ورکړي".
امریکا په جنوبي چین سمندر کې کومه دعوه نه لري، خو د چین د ادعاو په وړاندې یې د سمندري بېړو او جنګي الوتکو ګزمې ترسره کړي دي.
د چين او فلپاين بېړۍ سږ کال پرله پسې په ټکر شوي، تېره اوونۍ ويتنام ويلي وو، چې د چين ځواکونو په لانجمنو اوبو کې د دوی په کب نیوونکو برید کړی. چین هم د ګزمې بېړۍ هغو سیمو ته لېږلې چې انډونيشيا او ملايشيا پرې د خپلو ځانګړو اقتصادي زونونو په توګه دعوې کوي.
امریکې په تکرار سره خبرداری ورکړی، که د فلپاین ځواکونه، بېړۍ یا الوتکې د وسله وال برید لاندې راشي، په ځانګړي ډول په جنوبي چین سمندر کې، نو امریکا د فلپاين د دفاع زمه واري لري، څوک چې په اسیا کې د امریکا تر ټولو پخوانی اتحادي دی.
د فلپاين صدر فردیناند مارکوس جونیور د پنجشنبې په ورځ د سرمشریزې غونډې مشرانو ته شکایت کړی چې هیواد یې "د چین لخوا د ځورونې او ګواښونو سره مخ دی"، هغه وویل دا "د خواشینۍ وړ ده چې د جنوبي چین په سمندر کې ټولیز وضعیت د چین د فعاليتونو له امله لا هم ترینګلی او نه بدل شوی دی"، چې د ده په وینا د نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.
هغه په اسيان چین خبرو اترو کې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د سینګاپور مشر لارنس وونګ د دې اوونۍ په لومړو کې خبرداری ورکړی چې که د سمندر پر سر شخړه حل نه شي، نو"واقعی خطرونه شته چې کومه پېښه په جګړه واوړي".
ملايشيا، چې به په راتلونکي کال کې د اسيان مشري په غاړه لري، تمه کېږي چې د چلند په قاعدو د خبرو اترو د چټکتیا فشار راوړي. چارواکو هوکړه کړې چې هڅه وکړي تر 2026م پورې دغه قاعده بشپړه کړي، خو خبرې اترې د ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د تړون په اړه اختلافونه موجود دي.
د چين وزيراعظم لي چيانګ د پنجشنبې په ورځ خبرو اترو کې کلک دريځ وړاندې کړی، هغه د جنوبي چين سمندر "شريک کور" وباله، خو د چين هغه ادعا يې تکرار کړه چې دوی یوازې د خپل ملي حاکمیت دفاع کوي. لي همدارنګه په "بهرنیو قوتونو" تور ولګاوه چې هڅه کوي "بلاکي شخړې او جیوپولیټیکي جنګونه" اسیا ته راوړي.
لي د بهرنيو قوتونو نوم وانخستو، خو چین مخکې هم امریکا ته خبرداری ورکړی چې د سیمې په سیمهییزو شخړو کې لاسوهنه ونه کړي.
بلینکن په یوه بل سخت پیغام کې چین ته ويلي، چې امریکا باور لري "دا هم مهمه ده چې زمونږ ګډ تړون ته د تایوان په تنګه کې د ثبات د ساتلو لپاره دوام ورکړو." چین د ځان واکه ټاپو، تایوان، خپله خاوره ګڼي او د نورو هېوادونو لخوا په هغه اوبو کې د ګزمو ترسره کول یې په سختۍ سره زغمي، چې د تایوان ټاپو له چین سره جلا کوي.
بلینکن د 18 هېوادونو په ختیځې اسیا سرمشریزه غونډه کې هم ګډون کړی، چې په کې د چین وزيراعظم، د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، او د جاپان، جنوبي کوریا، هند، اسټرالیا او نیوزیلینډ مشران شامل وو.
اسیان له چین سره د سمندري شخړو په اړه محتاط چلند کړی، ځکه چې چین د دې بلاک تر ټولو لوی سوداګریز شریک او درېم لوی پانګهوال دی. دغه شخړه د دوی په سوداګریزو اړیکو اغېز نه دی کړی، او دواړو خواوو د دوه بيلينه خلکو په بازار کې د ازادې سوداګرۍ د پراخولو باندې توجه کړې ده.
بلینکن ويلي، د اسيان کليزې سرمشریزې خبرې اترې یوه داسې غونډه ده چې د نورو شریکو ستونزو په اړه خبرې وکړو، په شمول د میانمار کورنۍ جګړې، د شمالي کوریا "ناقرارۍ چلند" او په اوکراین کې د روسیې د جګړې یرغل. هغه وویل، امريکا په سیمه کې د بهرنیو پانګوالو په سر کې ده او د اسيان سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته ژمنه ده.
خبر د اې پي په مننه
Forum