لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب الله د اسرايل د بمبارۍ له امله د پېسو د کمښت سره مخ ده

څیړونکو د امریکا غږ ته ویلي، د لبنان ملېشه حزب الله له مالي ستونزو سره مخ ده، ځکه چې د اسرایل د څو اوونيو پوځي عملیاتو د دې ایران پلوه ډلې درې مهمې مالي سرچینې خرابې کړې دي.

د امریکا او لبنان څیړونکي او د امریکا د مالیې وزارت رپورټونه وایي چې د حزب الله لپاره مهمه مالي سرچینه القرض الحسن ده، دا غیر رسمي بېنکي اداره ده او د امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې. دا اداره بغېر د حکومتي جواز يا لايسنس څخه فعالیت کوي.

د څيړونکو په وينا، دحزب الله د پیسو بله سرچینه د لبنان غير قانونه خو جواز لرونکي سوداګريز بېنکونه او د بيروت هوايي ميدان ته د نغدو پيسو الوتکو راتګ دی.

د اسرایل پوځ تیره میاشت د حزب الله په مشرانو او تاسيساستو، تنصيباتو بریدونه زیات کړي، دا عملیات 11 مياشتې وروسته له هغې زيات کړل شوي چې حزب الله ډلې به هره ورځ په شمالي اسرايل د حماس په ملاتړ کې بريدونه کول. د فلسطين ترهګرې ډلې حماس هم د ایران له خوا ملاتړ کېږي، تېر د اکتوبر په میاشت کې یې له غزې څخه د اسرايل په جنوب بريد کړی او دغه کار یې د اسرايل سخت غبرګون راپارولی وو.

د اسرایل مير اميت استخباراتو او ترهګرۍ ضد معلوماتو مرکز ، آی ټي آی سي ترمخه، حزب الله القرض الحسن په 1982م کال کې د یوې خېراتي ادارې په توګه جوړه کړې، د دې دپاره چې بې وزلو لبنانیانو ته، او په ځانګړي ډول شیعه وګړو ته، بې له سوده پورونه ورکړي.

د اسرایل د میر امیت استخباراتي او ترهګرۍ ضد معلوماتو مرکز ويلي، القرض الحسن اوس په یوه لویه اداره بدله شوې، چې څانګې یې د حزب الله تر واک لاندې د بیروت په جنوبي سیمه ضاحیه او نورو حزب الله واکمنو سیمو کې شتون لري.

د امریکا د مالیې وزارت په 2007 م کال کې القرض الحسن باندې بندیزونه لګولي او په 2021م کال کې یې په ياده اداره د نورو بندیزونو اعلان کړی او ويلي يې وو، دغه ادارې خواوشا نيم ملیارد ډالر شتمني راټوله کړې ده.

د لبنان د سر ټيلي ويژن نېټ ورک اېم ټي وي ويلي، اسرايل په لومړي ځل تېر د ستمبر په میاشت کېپه ضاحیه کې د حزب الله پر اهدافو او د القرض الحسن په خزانو سخت ګواز کړی وو، د ياد ټي وي ترمخه د اسرايل هوایي بريد حزب الله د مالي بحران سره مخ کړی دی.

په 2021م کال کې د امریکا د مالیې وزارت لد القرض الحسن په شپږو کارکوونکو بنديزونه لګولي او ویلي یې وو، د لبنان لايسنس لرونکي بېنک څخه دوی د شخصي اکاونټونو د لارې 500 ميلينه امریکايي ډالره لېږل شوي وو، او دغه کار القرض الحسن ته د نړیوال مالياتي نظام ته رسايي ورکړې وه.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارت پخواني چارواکي ډیویډ اشر چې د حزب الله د نشه يي توکیو او مني لانډرنګ نېټ ورک یې په هدف کړی، د شورو، چهارشنبې په ورځ یې يوه مرکه کې ویلي، دا ډله د سخت مشکل سره مخ ده ځکه دوی د لبنان بېنکي نظام ته رسايي د لاسه ورکوي.

د څيړونکو په وینا، د حزب الله بله مهمه مالي سرچینه، چې د نغدو پیسو پروازونه دي چې له ایران څخه بیروت ته راځي، دغه سرچينه هم په وچېدو ده.

د اسرايل د پوځ ویاند ډېنيل هګاري په 27م ستمبر خبريالانو ته ويلي، د اسرايل جنګي الوتکو د بيروت د هوايي نه چاپېره ګزمې پيل کړي، او اجازه به ور نه کړي چې وسلې وړونکې الوتکې په غېر پوځي ځايونو کې ښکته شي. خو هغه د نغدو پېسو د منتقل کولو په اړه څه نه وو ويلي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG