د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د ګل- دوشنبې په ورځ د اکتوبر په 21مه په غزه کې د ډزبندۍ کوښښونو دپاره منځني ختیځ په سفر روان شوی دی.
اېنټني بلېنکن په داسې حال کې د سیمې سفر کوي چې واشنګټن د حماس د مشر یحیی سنوار د وژنې وروسته د غزې د جګړې د ختمولو دپاره د ډربندۍ په خبرو ټینګار کوي.
سیمې ته د امریکا د اعلا سفارتکار دا وروستی سفر د 2023 کال د اکتوبر په اوومه د فلسطیني وسله والې ډلې حماس لخوا د حملې وروسته چې د جګړی د هغه 11م سفر دی.
د حماس لخوا د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی.
او په ورستیو کې اسرایل په غزه او لبنان کې د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو حماس او حزب الله پر ضد خپل پوځي کېمپین ګړندی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې بلېنکن به سیمه ییز مشرانو سره د غزې د جګړې د ختمولو په اهمیت، د جګړې د ختمون وروسته د فلسطیني علاقې لپاره د پلان په جوړولو، او د اسرایل او حزب الله ترمنځ د شخړې د سفارتي حل پر لارو چارو کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي چې بلېنکن به خپل سفر پیل د اسرایل نه کوي خو د نوموړي نورو ځایونو ته سفر په اړه یې څه ونه وویل.
Forum