د امریکا د تحقیقاتو مرکزي ادارې اېف بي اې (FBI) د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د یو څو ډېر خفیه یا اشد محرم استخباراتي اسنادو د افشا کېدو په اړه تحقیقات کوي چې په ایران باندې غچ اخیستنې دپاره د اسرایل تیارې ورکې ښودل شوي دي.
اېف بي اې په یوه بیان کې ویلي : " اېف بي اې د محرم اسنادو د مبینه افشا کېدو په اړه پلټنې کوي او د دفاع وزارت او استخباراتي ټولنې کې زموږ د شریکانو سره د نږدې نه کار کوي."
د وايټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د ګل - دوشنبې په ورځ وویل چې دا نه ده معلومه چې دا معلومات افشا شوي یا هېک شوي دي. ښاغلی کربي زیاته کړه د امریکا صدر جو بایډن د تحقیقاتو نتیجو د نږدې نه څارنه کوي.
جان کربي خبریالانو ته وویل: "مونږ ته په یقیني توګه نه ده معلومه چې دغه اسناد په عامه کچه څنګه راښکاره شول."
کربي وويل: "صدر په عامه کچه د خفیه معلوماتو د افشا کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري. داسې بايد ونه شي، او کله چې دا وشي، نو دا د منلو وړ نه دی."
داسې معلومیږي چې دغه اسناد د امریکا جیو سپشل انټیلېجېنس ایجنسۍ لخوا جوړ شوي . او د اکتوبر 15-16 نیټه د سېټلایټ نه اخیستل شوي تصویرونو په بنیاد د اسرایل هوایي پوځ او سمندري پوځ پلانونو- منصوبو په اړه د امریکا تشریحات بیانوي.
دغه اسناد تېره اوونۍ د پیغام رسولو په اېپ – پروګرام ټیلیګرام ښکاره شول. اسرایل پلان لري چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ایران د بېلسټېک مېزایلو حملې ته ځواب ووایی. په شپږو میاشتو کې د تهران په اسرایل د دویم مستقیم برید دی. د حماس د مشر یحیی سنوار د وژل کېدو وروسته اسرایل په غزه او لبنان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا د ایوان نمایندګان سپیکر مائیک جانسن د اتوار – یکشنبې په ورځ ویلی وو چې تحقیقات روان دي.
Forum