د غزې د ولسي دفاع ایجنسۍ ویلي د نهې په ورځ اسرایلي الوتکو د استوګنې په یوه سیمه برید کړی چې پکې خواوشا 100 کسان وژل شوي اؤ مرستندویه فعالین د ژوندو پاتې شوؤ په لټون بوخت دي.
د اسرایل مهم ایتلافي اؤ ملاتړي هیواد امریکې دا حمله خونړۍ بللې چې زیاتره پکې په ګڼ شمیر ماشومان وژل شوي خو اسرایل په غزې اؤ لبنان کې د خپلو عملیاتو لړۍ دوامداره ساتلې ده.
د خبري ادارې اې ایف پي د رپورټ له مخې دا برید د شمالي غزې په بیت لاحیه سیمه کې په یوه پینځه پوړیزه ودانۍ شوی اؤ له برید وروسته فلسطیني مرستندویه فعالین اؤ پریشانه کورنۍ د دغه بلاک یا ودانۍ مخې ته راټول وؤ.
رپورټ وایي چې د اوږدو ویښتانو لرونکی یو سوځېدلی مړی د پورته پوړ څخه په یو کړکۍ کې راځوړند ؤ اؤ په کمبلو کې نغښتي مړي په کتار په سړک اېښودل شوي وؤ اؤ د هغوي پریشانه خپلوانو د خپلو کسانو د مړو د پېژندګلو هڅه کوله.
د غزې د ولسي دعاع د ادارې ویاند محمود بسال اې ایف پي ته ویلي چې په بیت لاحیه کې د ابو نصر په خانداني کور کې د وژل شوؤ شمېره 93 ته رسېدلې اؤ نزدې 40 کسان اوس هم د غورځېدلې ودانۍ لاندې ګیر دي.
اسرایلي پوځ ویلي هغوي په بیت لاحیه کې د شوي برید په اړه د اطلاعاتو جاج اخلي.
تر دې وړاندې اسرایلي پوځ ویلي وؤ جې ځمکني اؤ هوایي ځواکونو غزې کې د حماس 40 وسله وال وژلي اؤ د دوي څلور پوځيان هم وژل شوي دي.
ښځې اؤ ماشومان:
دیرش کلن ربیع الشنداګلي ویلي "چاودنه د شپې شوې ده اؤ ما وړومبی سوچ کولو چې دا ګنې ګوله باري ده خو له رڼا لګیدو وروسته چې زه رابهر شوم نو ومې لیدل چې خلک مړي اؤ زخمیان له ملبې راوباسي"
هغه ای ایف پي ته ویلي چې" د برید زیاتره قربانیان ښځې اؤ ماشومان دي اؤ خلک د ژوبلو کسانو د ژوند بچ کولو هڅې کوي خو هلته څه هسپتال یا مناسب روغتیایي امداد نشته"
واشنګټن په دې پېښه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متیتو ملر خبریالانو ته ویلي" دا یوه خونړۍ پېښه وه اؤ دې پېښې یوه خوفناکه نتیجه درلوده"
هغه ویلي "مونږ د اسرایل د حکومت سره ددې پوښتنې لپاره تماس نیولی دی چې دلته دا څه شوي وؤ؟"
( د دې رپورټ مواد د اې ایف پي څخه اخستل شوي)
Forum