د امریکا او جنوبي کوریا د جګپوړو سفارتکاري او پوځي چارواکو وینا ده چې روس ته د شمالي کوریا اکثره لېږل شوي عسکر اوس مهال د اوکراین پولې سره نږدې پر ځای شوي او توقع یې ده چې "په راتلونکو ورځو کې" د اوکراین په ضد جنګ کې ورشامل کړی شي.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل: "موږ اوس اندازه لګوو چې په روس کې شاوخوا لس زره د شمالي کوریا عسکر موجود دي، او تر ټولو تازه معلومات دا ښيي چې د شمالي کوریا د دغو عسکرو د جملې نه قریب اته زره (۸۰۰۰) یې په کورسک علاقه کې پرځای کړی شوي دي."
د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن او دفاع وزیر لائیډ اسټن په شریکه په واشنګټن کې د جنوبي کوریا د خارجه وزیر چو تای یول، او دفاع وزیر کېم یونګ هیون کوربانه و، چې مخ په زیاتېدو امنیتي خطرو باندې سره بحث وکړي. دوی روس ته د شمالي کوریا د زرهاوو عسکرو د لېږل کېدو موضوع له نږدې څاري.
د امریکا دفاع وزیر لائیډ اسټن په یو مشترک خبري کنفرنس کې وویل: "زمونږ اندازه دا ده چې [د روسي صدر ولاډیمیر] پوټین قواوې د شمالي کوریا دغو عسکرو ته د توپونو په عملیاتونو، د ډرونونو په کارولو، او په بنیادي پیاده عملیاتو کې تربیه ورکړې ده.
هغه دا هم وویل چې پوټین د شمالي کوریا دغو عسکرو ته روسي "وردۍ او وسایل" هم ورکړي او "دا ټول دا ښيي چې روس غواړي دغه خارجي ځواکونه د اوکراین خلاف د خپلې خوښې جګړې کې د عملیاتو په مقدماتي محاذ کې وکاروي."
د امریکایي چارواکو وینا ده، له هغه وخته چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې روس په پوره طاقت په اوکراین پوځي یرغل وکړ، تر اوسه پورې د روسانو د نیم میلين نه زیات عسکر مړه او یا هم زخمیان شوي دي. د دې شمېرې ترمخه، روس ته هره ورځ په اوسط ډول ۱۲۰۰ مرګ ژوبله اوړي، او اوس دې ته اړ شوی چې د خپلو ځواکونو د طاقتوره کولو دپاره د شمالي کوریا امداد وغواړي، کوم چې پخپله د نورې دنیا نه علیحده کړی شوی ملک دی.
که څه هم روس د اوکراین په جنګ کې بهرني رضاکاران او ملېشې جنګولي دي، خو دا د شمالي کوریا د عسکرو راتګ، په تېرو سلو کلنو یا یوه سدۍ کې اول ځل دی چې روس د یو بل ملک باقاعده ځواکونه خپلې خاورې ته رابولي. که چېرته د شمالي کوریا دا عسکر د اوکراین خلاف په جنګ کې دخیل شي او یا د جنګ د مخ ته وړولو چارو سره مرسته وکړي، نو د امریکا د چارواکو وینا ده چې دغه د شمالي کوریا عسکر به جایز پوځي اهداف وګڼل شي.
په کیېف کې، د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وویل چې روس د شمالي کوریا سره په خبرو کې دی چې "یوه عظیمه شمېره غیرپوځيان" د روس د وسلو جوړولو په کارخانو کې په کار وګومارلی شي. زېلنسکي وویل، هغه خیال لري چې د جنوبي کوریا سره د فضایي دفاع په مرستو خبرې وکړي.
غربي ملکونو دا فکرمندۍ هم اظهار کړي چي د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون رژیم به د دغو عسکرو د لېږلو په بدل کې د ماسکو نه څه ترلاسه کړي. په شمالي کوریا باندې د هغه ملک د ناقانونه جوهري پروګرام بالسټیک میزائیلو پروګرام په خاطر یې، نړېوالې پابندۍ لګول شوي دي.
Forum