لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي ټاکنو نه وړاندې د هندي امریکايانو په سياسي پلويتوب کې بدلون


د امریکې د کولوراډو رياست په ډينور ښار کې د ديوالي دپاره راجوړه غونډه کې سافټ وېير اينجينير سالل ګوانکر د خپلو هندي امريکايانو ملګرو څخه پوښتنه کړې، دې ځل له به صدارتي ټاکنو کې څوک، ټرمپ او هېريس له ووټ ورکوي؟.

په ياده غونډه کې خواوشا 45 تنه د ټکنالوجۍ پوهانو ګډون کولو، په دوی کې زياتره د کال 2020م په ټاکنو کې د ټرمپ په مقابله کې د بايډن ملاتړي وو.

خو ګوانکر ته ترلاسه کېدونکی ځواب حېرانونکی وو، ځکه ډانلډ ټرمپ ته د کاملا هېريس په مقابله کې برتري ترلاسه وه، خو کمه وه.

دی چې خپله د هېريس ملاتړ کوي، ويلي یې دي حېرانه وو، چې په دغو کسانو کې د امریکې په تېرو انتخاباتو کې زياتو بايډن ته رای ورکړې خو اوس پکې پوره بدلون راغلی دی.

د يو ماښام په ناسته کې د دغه سروی د لارې د اصل حالاتو څرګندونه ممکن نه ده خو د سالل ګوانکر تجزيه د ټولې امريکې د حالاتو عکاسي ضرور کوي.

هندي الاصله امريکايان د اوږدې مودې پورې د ډېموکرېټک ګوند پلويان ګڼل کېده.

په تيرو ورځو کې د امریکې د [کارنيګي انډومنټ] سروی نتيجې ورکړل شوې چې پکې هندي امریکايانو په 2020م کې ځان ته ډېموکرېټان ويل، 56 فيصده وو خو اوس 47فيصدو ته راکم شوي دي.

د ډېموکرېټک ګوند نوماندې کاملا هېريس پلارنۍ تعلق د هند سره دی، خو د دې باوجود هغه اوس هم امریکا کې د موجودو 60فيصده هندي ټولنې په ملاتړ ترلاسه کولو کې کاميابه نه ښکاري، په مقابله کې یې جوبايډن ته څلور کاله وړاندې د دغه ټولنې 70فيصده رای ترلاسه شوې وې.

بل لور ته مخکيني صدر او د ريپبلکن ګوند اميدوار ډانلډ ټرمپ د هندي ټولنې په ملاتړ ترلاسه کولو کې اضافه شوې او د 22 فيصدو نه 33 فيصدو ته سېوا شوې ده.

د کارنيګي انډومنټ د جنوبي اسیايي پروګرام ډايريکټر او د سروی شريک مصنف ميلان وشنو ويلي، په دې سروی کې نزدې د 3.7 فيصده غلطۍ ګنجايش شته.

بل لور ته په ځينو جايزو کې په جنوبي اسيايي ټولنو کې د کاملا هېريس پلويان زيات ليدل کيږي.

په امریکا کې خواوشا 50لکه هندي الاصله يا هندي نژاد وګړي دي، په دوی کې زياتره هندوان دي، په کمه شمېره کې مسلمانان، سيکان، عيسايان او نورو مذهبونو منونکي هم شامل دي.

په دوی کې هم د زياتې اندېښنې د نورو امریکايانو په څېر دې، په کومو کې چې د ټاکنو نه وړاندې ګراني، اسقاط حمل، د ملازمتونو او امېګرېشن مسلې شامل دي، د دوی ترمنځ هم په دغو موضوعاتو بحث کيږي.

د پيو څيړنې ترمخه، د هندي الاصله امریکايانو په درېو کې دوه برخې په کډوالو مشتمل دي او دوی د وخت سره سره په سياسي توګه هم وېشلي دي.

خبر د وي او اې اردو په مننه

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG