لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د نجکارۍ وزير وايي، "زمه واري يې پي آی اې سمول نه، بلکې خرڅول دي"


د پاکستان د نجکارۍ مرکزي وزير عبدالعليم خان ويلي، "د پاکستان د قامي هوايي نړيوال شرکت، پي آی اې د نجکارۍ عمل روان دی، زما زمه واري د پي آی اې سمول نه بلکې د دې خرڅول دي، تر څو چې د پي آی اې د تاوان خبره ده په هغې کې مې هیڅ کردار نشته".

عليم خان دغه خبره پرون په درېم نومبر لاهور کې، درې ورځې وروسته له هغې کړې، چې په 31م اکتوبر د پي آی اې په بولۍ کې، پاکستان کې د ځمکو کاروباري يواځينۍ شخصي کمپنۍ [بليو ورلډ سټي] برخه اخستې او لس اربه روپۍ بولي یې لګولې وه.

پوهان وايي، د پاکستان د قامي هوايي شرکت پي آی اې په بولۍ کې د يوې کمپنۍ نه علاوه د بلې کومې کمپنۍ برخه نه اخستل ښيې چې پاکستان کې پانګه وال پانګونو ته زړه نه ښه کوي او د هغې علتونه سياسي بې ثباتي او د کاروبار دپاره غېر يقيني صورتحال او ځينې سخت شرطونه هم کېدی دی.

د پاکستان د نجکارۍ کمېشن د پي آی اې د بولۍ دپاره کم نه کم قيمت 85 اربه روپۍ ټاکلې وې او د قامي شرکت 60 فيصده برخه به یې خرڅوله.

د رپوټونو ترمخه، د لس اربه روپو د بولۍ جايزه به اوس د پاکستان مرکزي کابينه اخلي، او کابينه به د دغه بولۍ د منظورۍ يا نه منظورۍ پرېکړه کوي.

د نجکارۍ وزير زياته کړې، د پي آی اې د نجکارۍ دپاره تګلاره يا چوکاټ د نګران حکومت په وخت کې جوړ کړل شوی، او په هغې کې بدلون کې د ده په واک کې نه دی.

نوموړي ويلي، د پي آی اې د نجکارۍ عمل شپږ مياشتې وړاندې پيل شوی، او کوم عمل چې وړاندې شورو شوی په هغې کې هیڅ بدلون نه شي راوستی.

پي آی اې وايي، قامي شرکت دا وخت 33 الوتکې يا جهازونه لري چې پکې 12 بوينګ 777 الوتکې هم شاملې دې.

د پي آی اې د چارواکو په وينا د نجکارۍ کمېشن لخوا چې د پي آی اې د بولې دپاره کوم رقم ټاکل شوی دا د پي آی اې د ماليت په اساس وو.

د رپوټونو ترمخه د پي آی اې د مجموعي اثاثو ماليت 165 اربه روپۍ دی چې د 60 فيصده برخې ماليت 91 اربه روپۍ جوړيږي، خو حکومت یې بيا هم 85 اربه روپۍ د بولۍ سر اېښودی وو.

اقتصاد پوه سجاد خان وايي، "د پي آی اې ګټورې جوړولو دپاره پکار ده چې د 15نه 20 پورې نوي جهازونه واخستل شي، او سرمايه کار هم راشي".

د نجکارۍ وزیر عبدالعليم خان ويلي، قامي اييرلاين ګټه کولی شي، که چرته په سمه طريقه وچلول شي نو دا ډېره غټه اثاثه ده.

خو نوموړي د مۍ په مياشت کې ويلي وو، پي آی اې د کال په سر د 800 اربه روپو په خساره يا تاوان کې روان دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG