لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د بریا په وینا کې د پلویانو نه مننه وکړه


د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې د ريپبلکن ګوند امېدوار ډانلډ ټرمپ د خپلې بريا په وينا کې د پلويانو مننه وکړه. هغه وويل، امریکايانو نن تاريخ رقم کړو او دا هيواد به اوس نور په بره لاړ شي.

د ټرمپ د وینا په وخت، د امریکا د بېلا بېلو ټېلېوېژنونو په پردو لیکلي شوي وو چې ټرمپ د بریا وینا کوي.

ټرمپ په فلورېډا ریاست کې خپل انتخابي مرکز کې پلويانو ته په وينا کې د خپلې بريا ادعا وکړه. هغه وویل، "دا يو داسې تحریک وو چې د دې نه وړاندې چا نه وو ليدلی او دا تر ټولو غټ تحريک وو".

هغه وويل، " پولې او ملک کې به هر څه سموي". نوموړي زیاته کړه، "د امریکايي ولس دپاره هره ورځ مقابله کوي. هغه وویل د امریکې بل ښه دور پيليږي".

ټرمپ دا وينا په داسې وخت کې وکړه، چې امریکا کې په پينځم نومبر صدارتي ټاکنې سر ته رسېدلي او نتيجې یې را روانې دي. د رپوټونو ترمخه، تر اوسه د راغلیو نتیجو له مخې ریپبلکن نوماند ډانلډ ټرمپ په 26 ایالتونو کې بریالی شوی او 267 ووټونه یې ګټلي دي او ډیموکرېټ نوماندې کامله هېریس په 18 ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي کې کامیابه شوې ده او214 رایې یې ګټلې دي.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ مهم رياستونه ګټلي او بريا ته نزدې دی. هغه په پينسلوينيا، جارجيا او شمالي کېرولاينا کې د ګټې سره 267 الېکټرل رای ترلاسه کړي دي.

د ډېموکرېټ صدارتي نوماندې کاملا هېرس د کمپېن يو چارواکي په واشنګټن کې خپلو پلویانو ته ویلي، هېرس به خپلو پلويانو ته د شپې وينا ونه کړي بلکې د شورو، چهارشنبې په ورځ به وينا وکړي.

ټرمپ تر اوسه د انډیانا، کېنټکي، فلورېډا، میسیسپي، اوکلاهوما، ټینیسي، ساوت کېرولاینا، الاباما، ویسټ ویرجینیا، ارکنساس، اوهایو، ټیکسس، لوزیانا، ساوت ډیکوټا، نارت ډیکوټا، نبراسکا، وایومینګ، میزوري، ایووا، مانټینا، یوټا، کېنسس، ایډاهو، نارت کېرولاينا، جارجيا او پينسلوينيا ایالتونو کې ټولې الیکټرل رایې ګټلې دي.

ډیموکرېټ نوماندې کاملا هېریس تر اوسه په ویرمانټ روډ ایلېنډ، مېسچوسټس، کنیکټیکټ، نیوجرسي، ډلاوېر، ایلینوی، مېریلېنډ، نیویارک، کولراډو، مېن، کېلیفورنیا، واشنګټن ایالت او ډسټرکټ آف کولمبیا، اورېګن، نيو مېکسيکو، ورجينيا، هوايي، نيو هېمپشاير او مېني کې رایې ګټلې دي.

ټرمپ چې په کومو ایالتونو کې څومره الیکټرل ووټونه ګټلي په هغوی کې د انډیانا 11، کېنټکي 8، فورېډا 30، میسیسپي 6، اوکلاهوما 7، ټینیسي 11، ساوت کېرولاینا 9، الاباما 9، ویسټ ویرجینیا 4، ارکنساس 6، اوهایو 17، ټیکسس 40، لوزیانا 8، ساوت ډیکوټا 3، نارت ډیکوټا 3، نبراسکا 3، وایومینګ 3 او میزوري 10، ایووا 6، کېنسس 6، نارت کېرولاينا 16، جارجيا کې 16، پنسلوينيا کې 19 او مانټینا 4 او یوټا 6 او ایډاهو کې 6 ووټونه شامل دي.

کاملا هېریس چې تر اوسه په کومو ایالتونو کې الیکټرل ووټونه ګټلي دي په هغوی کې اورېګن 8، د ویرمانټ 3، روډ ایلېنډ 4، مېسچوسټس 11، کنیکټیکټ 7، نیوجرسي 14، ډلاوېر 3، ایلینوی 19، مېریلېنډ 10، نیویارک 28، کولراډو 10، مېن یو، کېلیفورنیا 54، واشنګټن 12، د سر ښار واشنګټن ډي سي درې، نيو مېکسيکو 5، ورجينيا 13 او هوايي 5 ووټونه شامل دي.

د امریکې صدر د خلکو په عامو رایو نه بلکې د انتخابي یا الیکټرل کالج له لارې ټاکل کیږي، په هر ایالت کې د الیکټرل رایو شمېر د ابادۍ په بنیاد دی، ځکه نو لوی ایالتونه د ټولې امریکې د ووټونو د نتیجو په اړه پرېکړه کولو کې تر ټولو ډېر اغېز لري.

د صدارتي ټاکنو د ګټلو لپاره هر امیدوار د انتخابي یا الیکټرل کالج له ټولو 538 رایو څخه 270 رایو ته اړتیا لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG