لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د امريکې صدر جوړېدو ته نزدې، نړيوالو مشرانو ورته اومبارکي ويلې


د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ صدارتي بريا ته نزدې دی، ټاکنو کې یې مهم رياستونه ګټلي دي. هغه د خپلې بريا ادعا کړې او پلويانو مننه یې کړې ده. د پاکستان په ګډون په نړيواله کچه مشرانو ډانلډ ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده.

د برتانیې وزيراعظم کېير سټارمر ډانلډ ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده. هغه ويلي، ډانلډ ټرمپ ته په تاريخي بريا او بيا صدر جوړېدو اومبارکي وايي.

د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن یاهو هم ډانلډ ټرمپ ته اومبارکي ویلې.

د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف د امریکې په صدارتي ټاکنه کې په بریا ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ویلې او د خپل هیواد د اړیکو د لا پیاوړتیا هوډ یې ورسره ښکاره کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په ایکس رسنۍ ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ویلې او پخپل د مبارکۍ پېغام کې یې لیکلي "ټرمپ ته یو ځل بیا په صدر منتخب کېدو مبارکي ورکووم اؤ د نوې امریکایي انتظامیې سره د تعلقاتو پیاوړتیا ته پرعزم یم".

د هند وزيراعظم نريندرا مودي هم ډانلډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې په کاميابۍ اومبارکي ويلې او زياته کړې یې ده، هغه په راتلونکې کې د امریکې او هند ترمنځ اړيکو پياوړي کولو هيله لري.

د ترکي صدر طيب اردګان هم هم ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده.

د امریکې په صدارتي ټاکنه کې چې کومې راي اچول شوي د هغې غوڅه نتیجه لا مخې ته نه ده راغلې خو د امریکایي میډيا رپورټونه وایي چې ډانلډ ټرمپ د کاملا هیرس په مقابله کې زیاتې راي ګټلي او یو ځل بیا یې د صدر جوړېدو هېلې ښودل کیږی.

د امریکې په ډېرو ایالتونو کې صدارتي ټاکنې ختمې شوې او نتیجې یې مخې راروانې دي.

د رپوټونو له مخې تر اوسه د راغلیو نتیجو له مخې ریپبلکن نوماند ډانلډ ټرمپ په 26 ایالتونو کې بریالی شوی او 267 ووټونه یې ګټلي دي او ډیموکرېټ نوماندې کامله هېریس په 18 ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي کې کامیابه شوې ده او224 رایې یې ګټلې دي.

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې د ريپبلکن ګوند امېدوار ډانلډ ټرمپ خپلو پلویانو ته د بریا وینا هم کړې ده، او د خپلې بريا په وينا کې د پلويانو مننه کړې ده.

هغه ویلي، امریکايانو نن تاريخ رقم کړو او دا هيواد به اوس نور په بره لاړ شي.

د ټرمپ د وینا په وخت، د امریکا د بېلا بېلو ټېلېوېژنونو په پردو لیکلي شوي وو چې ټرمپ د بریا وینا کوي.

ټرمپ په فلورېډا ریاست کې خپل انتخابي مرکز کې پلويانو ته په وينا کې د خپلې بريا ادعا وکړه. هغه وویل، "دا يو داسې تحریک وو چې د دې نه وړاندې چا نه وو ليدلی او دا تر ټولو غټ تحريک وو".

هغه وويل، " پولې او ملک کې به هر څه سموي". نوموړي زیاته کړه، "د امریکايي ولس دپاره هره ورځ مقابله کوي. هغه وویل د امریکې بل ښه دور پيليږي".

صدر ټرمپ ویلي چې پخپله واکمنۍ کې به هیڅ نوې جګړه نه پېلوي بلکې د جنګونو مخه به نیسي.

د امریکې نوی صدر به د 20مې جنورۍ 2025م څخه د څلور کالو دپاره صدر جوړيږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG