لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د نوي حکومت ممکنه اغېزې به په پاکستان څه وي؟


د امریکا صدارتی ټاکنې تل د پاکستان لپاره مهمي وي ځکه چې د امریکا بهرنۍ تګلارې د پاکستان اقتصاد، امنیت او د نړۍ په سياست اغيز کولی شي.

په امريکا کې هر نوی حکومت په اسلام اباد کې نوې هيلې او پوښتنې راپيدا کوي چې ایا د امریکا راتلونکي حکومت به له پاکستان سره نزدې همکارۍ ته وده ورکړي که نوي ننګونې یا چیلنجونه به رامینځته کړي.

اوس چې په امریکا کې یو ځل بیا سپينې ماڼۍ ته د ډانلډ ټرمپ د ننوتلو اؤ په دویم ځل د صدر جوړېدو امکانات روښانه شوي نو پوښتنې راولاړیږي چې په داسې کې د امریکا نوی حکومت به د پاکستان په اقتصاد او دفاعي معاهدو څه اغيز وکړي؟

څېړونکی ډاکټر قمر چيمه وي او اې ډیوه ته وایي،امريکا هر ډول پاکستان سره اقتصادي مرستې کړي دي که آي ایم ایف وي ، وړلډ بینک یا بيا که ایشین ډيولپمنټ بینک وي.

خو هغه وایي بلخوا "پاکستان امريکا نه دفاعي آلات هم اخستي لکه ايف 16 الوتکې او نور هم آلات نو په داسې کې به امريکا پاکستان سره خپلې مرستې جاري ساتي که هلته هر حکومت جوړ شي"

کال 2001 کې په امريکا د ترهګر بريدونو وروسته پاکستان د امریکا د ترهګرۍ په ضد جګره کې يو مهم اتحادي جوړ شوی و او په بدل کې یې پراخه پوځي مرستې ترلاسه کړي وی. څيرونکې ګمان کوي چې له افغانستانه د امریکاي ځواکونو له وتلو وروستو اوس په واشنګټن کې د پاکستان لیوالتیا کمه شوې ده.

خبریال عبدالله مهمند ډیوه ته وایي پاکستان او نور داسې هيوادونه چې امنيتي مسلې لري نو په هغې کې د پينټاګون پاليسي هميش تسلسل لري .

"که د اوباما دور وي، که د بايډن دور وي يا بيا د ټرامپ.. په دې وخت کې د امریکا په دي سيمه کې ډيره دلچسپي نه ليدل کېږي ځکه چې امریکا د افغانستان نه لاړه نو اوس امریکايي پاليسيو کې د پاکستان اهميت نه ښکاري"

د سیاسي او نړيوالو چارو کار پوهان وايي، دا به د پاکستان په اړیکو د پام وړ اغېزې ولري. ځکه چې دا پریکړه به د امنیتي همکارۍ، اقتصادي اړیکو او سیمه ییز تحرکات سره هم تړلې وي.

په قايد اعظم پوهنتون کې د نړیوالو چارو استاز پروفيسر ډاکټر فهيم الله خان وایي "دا تعلقات په ځينو برخو کې ښه هم کيدای شي او خراب هم. په افعانستان کې چې امریکا کومې دلچسپي لري او د پاکستان چې کوم کردا دی نو هغې ته یوه نوې ساه ورپوکلی شي. داسې ښکاري چې ټرامپ ايډمنسټريشن به زيات سخت وي د چين په تناظر کې نو هغه بيا د پاکستان د مفاداتو خلاف ځي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ د اکتوبر په ۳۱مه ویلي وو، پاکستان له امریکا سره ښې او اسانه اړیکې غواړي او په دې برخه کې به کار کوي.

د چهارشنبې په ورځ ډانلډ ټرمپ ته د مبارکۍ ورکولو پخپل پېغام کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هوډ څرګند کړی چې حکومت به یې د امریکې د نوې انتظامیې سره خپلې اړیکې لا پسې پیاوړې کړي.

ځېنې څېړونکي په دې اند دي چې که ډانلډ ټرمپ بیا د امریکا صدر جوړ شي، نو د پاکستان سره یې اړیکې ممکن یو څه پیچلې او سختې وي.

د ټرمپ په لومړني دور کې د پاکستان په اړه د هغه رویه لږ توند وه، او هغه په ښکاره توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان په کردار او حتی د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان په رول سختې نیوکې کړې وې.

هغه وخت، د ټرمپ انتظامیې پاکستان ته ورکړې امنیتي مرستې هم ځنډولې وې. خو بیا د افغانستان د سولې خبرو اترو په وخت کې اړیکې تر یو حده ښې شوې.

څېړونکي وایي اوس که ټرمپ بیا صدر شي، نو هغه ممکن د پاکستان سره په ځینو مسلو کې سخت دریځ اختیار کړي، خو په دې به هم نظر ولري چې پاکستان په سیمه کې د امریکا لپاره یو مهم ملګری دی.

په ځانګړي توګه د افغانستان او هند په اړه. د چین پر وړاندې د امریکا ستراتیژیک اهدافو کې، د پاکستان د رول اهمیت هم زیاتېدای شي. البته، د ټرمپ د انتظامیې سیاستونه به په لویه کچه په سیمه کې د هغه د نوې پالیسۍ او د پاکستان په ځوابي دریځ پورې اړه ولري.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG