لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دويمه يو ورځنۍ لوبه کې اسټريليا ته ماتې ورکړه


د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمنځ درېو يو ورځنيو سياليو په دويمه لوبه کې پاکستان کوربه اسټريليا ته په نهو وکټو ماتې ورکړه.

اسټريليا لومړی بېټنګ کړی او په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو يې 163 رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستان ټاکلی هدف په يو لوبغاړي اوټ کېدو په 27م اوور کې پوره کړو.

د اسټریليا په اېډلېيډ اوول ميدان کې د ترسره شوې لوبه پچه، ټاس پاکستان ګټلی او کوربه لوبډلې ته یې بېټنګ ورکړی وو.

د اسټريليا يواځيني لوبغاړي سټيون سمېت تر ټولو 35 رنزونه جوړ کړي، او بل يو لوبغاړي هم د 20 پورې رنزونو جوړولو کې نه دي کامیاب شوي.

پاکستاني بالرانو کې حارث روف د اسټريليا پينځه لوبغاړي، شاهين شاه اپريدي درې لوبغاړي، نسيم شاه او محمد حسنېن یو يو وکټ اخستی دی.

په ځواب کې د پاکستانۍ لوبډلې په يو لوبغاړي اوټ کېدو ټاکلی هدف په 27م اوور کې پوره کړو او په نهو وکټو یې لوبه وګټله.

د پاکستان صايم ايوب 82، عبدالله شفيق 64 او بابراعظم 15 رنزونه جوړ کړي دي.

د پاکستان او اسټريليا لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ او درې ټي ټوينټي، شل اووريزه سيالۍ ټاکل شوي دي.

لومړۍ لوبه کې اسټريليا پاکستان ته ماتې ورکړې وه. درېمه يو ورځنۍ لوبه په لسم نومبر اتوار په ورځ ټاکل شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG