په چین کې د پولیسو چارواکو د نهې-سه شنبې په ورځ ویلي د هېواد په جنوبي زوهای ښار کې یوه ډرایور په قصدي توګه خپل موټر په یو سپورټس سینټر یا د ورزش په مرکز کې پر خلکو وروخیژولو او 35 کسان یې ووژل او 43 نور یې زخمیان کړل.
پولیسو یو 62 کلن سړی د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته د چین په جنوبي زوهای ښار کې په یوه سپورټس سینټر کې د پیپلز لبریشن ارمي لخوا د هېواد ترټولو لوی هوایی جهازونو نندارتون (ایئر شو) په وخت نیولی دی.
د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوې او پولیسو ویلي چې تحقیقات روان دي.
پولیسو د نیول شوي تن شناخت یوازې د هغه د کورنۍ نوم فېن په نامه کړی. د پولیسو په یوه بیان کې ویل شوي چې موټر د ګل- دوشنبې په ماښام په ګڼ شمېر کې ولاړ پیدل خلکو ورخیژولو.
په ویډیوګانو کې ښودل شوی چې فایر فایټرز یا د اور وژولو عمله په یو سړي باندې سي پي ار (CPR) ترسره کوي ، او خلکو ته د ځای پريښودو وینا کوي.
په ویډیوګانو کې په سپورټس سینټر کې د منډو وهلو لار یا ټرېک باندې په لسګونه خلک زخمي ښودل کیږي.
د نهې- سه شنبې تر سهار پورې په چینايي سوشل میډیا - ټولنیزو رسنیو کې د پیښې لټون یا سرچ په پراخه کچه سنسر کېدو.
په چین کې په انټرنېټ سنسرشپ لګوونکي د لویو پېښو او غونډو دمخه او په منځ کې په سوشل میډیا خبرونو خپریدو نه منع کولو دپاره زیات پام کوي، د مثال په توګه د نېشنل پیپلز کانګرس غونډې ، چرته چې حکومت د راتلونکي کال دپاره خپل پالیسۍ اقداماتو اعلان کوي.
Forum