لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لبنان: د اسرايل پوځ مينځني لبنان کې حمله کړې، د حزب الله وياند یې وژلی


د اسرايل پوځ د لبنان پايتحت بيروت کې فضايي حمله کړې د حزب الله مرکزي وياند یې وژلی دی. حزب الله د پېښې تايید کړی، چې د اسرايل په حمله کې محمد عفيف وژل شوی دی.

د اسرایل پوځ دغه بريد پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د بيروت په مرکز کې کړی دی.

اسرايل تراوسه پورې د حزب الله هغه مشران نه دي وژلي د چا چې ښکاره وسله وال کردار نه وو، له دې وړاندې د اسرایل ځواکونو زياتره حملې د بيروت په جنوب کې لرې پرتو علاقو کې کړي چرته د حزب الله اثر زیات دی.

د اسرايل پوځ لومړی په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اتوار په شپه یې يو بيان کې ويلي، عفيف یې له مينځه وړی دی.

د لبنان د صحت وزارت ویلي، په دغه فضايي حمله کې يو تن وژل شوی او درې ژوبل شوي وو.

رايټرز د امنیتي ادارو له قوله ویلي، د اسرايل په حمله کې د بعث پارټۍ دفتر په نخښه کړل شوی دی.

د بعث ګوند مشر علي حجازي د لبنان يوې خبري ادارې [الجديد] ته ويلي، په ياده ودانۍ کې عفيف موجود وو.

عفيف د ډېرې مودې پورې د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله مشاور پاتې شوی وو، حسن نصرالله د ستمبر په وروستيو کې په بيروت کې د اسرایل په برید کې وژل شوی وو.

هغه د حزب الله د وياند جوړېدو نه وړاندې د څو کلونو پورې د دې وسله والې ډلې د ټيلي ويژن [المنار] چارې سمبال کړې وې، هغه په بيروت کې د تباه شوو ودانيو سره خبري غونډې هم کړې وې.

يوه اوونۍ وړاندې یې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د اسرايل پوځ د لبنان يوه علاقه هم نه ده نيولې او د حزب الله په غټه کچه وسله موجوده ده او د اوږدې مودې پورې جګړه پرې کولی شي.

د اسرایل پوځ او د لبنان وسله واله ډله حزب الله د تېر يو کال راهسې د يو بل ضد حملې کوي، دا جګړه د تېر کال اکتوبر په مياشت کې د حماس په اسرايل د بريد يوه ورځ وروسته پيل شوې وه.

د حماس د حملې وروسته اسرايل په غزه عمليات پيل کړي او د حماس ضد جګړې اعلان یې کړی وو. د تېر کال راهسې په دغه جګړه کې تراوسه پورې د 43,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د روان کال ستمبر په مياشت کې د اسرايل پوځ خپل عمليات لبنان ته غځولي دي، د لبنان د صحت وزارت د اتوار، يکشنبې په ورځ ویلي، چې په تېر يو کال کې د اسرايل په حملو کې 3,841 کسان وژل شوي او د 15،000 نه زیات ژوبل شوي دي.

د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG