لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د زده کوونکي د بې درکۍ ضد کاربنديز، د صوبې تعليمې ادارې تړل شوي


مصور خان کاکړ دپاره احتجاج
مصور خان کاکړ دپاره احتجاج

د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکزي ښار کوټې څخه د زده کوونکي مصور خان کاکړ د بې درکۍ ضد نن سياسي ګوندونو، د سوداګرو اتحادیو او ټرانسپورټرانو کاربنديز اعلان کړی او د صوبې د تعليم محکمې بيا به صوبه کې په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.

مصور خان کاکړ په 15م نومبر کوټه کې نامالومه کسانو هغه وخت تښتولی چې هغه سهار د کوره سکول ته روان وو، مصور خان خواوشا لس يا 11 کلن دی.

د هغه د بې درکۍ ضد د کوټې په سرينا چوک، د بلوچستان هايکورټ او صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت پيل کړل شوی، چې پکې د سیاسي او مذهبي ګوندونو سره تاجران، د ټولنې د هرې طبقې سره تعلق لرونکي برخه اخلي.

ياد احتجاج کې د سکولونو زده کوونکو ماشومانو هلکانو جينکو هم ګډون کړی، ټول يوه غوښتنه کوي چې مصور خان دې مالوم کړل شي.

د ماشوم د معلومولو دپاره په 19م نومبر هم کاربنديز شوی وو.

خو نن د ګل، دوشنبې په ورځ 25 م نومبر په صوبه کې کاربندیز او پيه جام هړتال يا د ګاډو نه چلولو اعلان شوی دی.

په 19م نومبر د مصور خان کاکړ پلار راز محمد کاکړ وي او اې ډیوه سره خبرو کې ويلي وو، دوی د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او په ځانګړي ډول د پوځ د مشر نه غوښتنه کوي چې ماشوم یې رامالوم کړل شي.

هغه ويلي وو، چا ورسره هم رابطه نه ده کړې، او نه ترې نېغ په نېغه چا د پېسو غوښتنه کړې ده او د زوي یې هيڅ درک نشته.

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي، د مصور خان د موندلو دپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG