لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د پاکستان حکومت دې د بشري حقونو او بنیادي ازادیو درناوی وکړي او مظاهره چیان دې پرامنه پاتې شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه خبرې د ګل-دوشنبې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه خبرې د ګل-دوشنبې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، مونږ په احتجاج کوونکو غږ کوو چې په سوله ییز توګه احتجاج وکړي او تشدد نه دې ډډه وکړي. د دې تر څنګ مونږ د پاکستاني چارواکو نه هم غوښتنه کوو چې د بشري حقونو او بنیادي ازادیو درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه خبرې د ګل-دوشنبې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړي.

یوه خبريال متیو مېلر نه پوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه روان دي، د فرقه ييزو نښتو او سياسي ګډوډۍ حالات دي او دا مهال په زرگونو خلک د خپل سياسي مشر د خلاصون دپاره د مظاهرو پر مهال د پوليسو سره په نښته بوخت دي. تاسو څه وایئ چې پاکستان له دې کړکېچ سره مخ دی؟

متیو مېلر زیاته کړه چې د پاکستان حکومت باید د امن وامان وضعیت ساتلو دپاره د پاکستان اساسي قانون او په قوانینو عمل وکړي. هغه وويل، "په پاکستان او په ټوله نړۍ کې، مونږ د بيان د ازادۍ او سوله ييزې غونډې ملاتړ کوو."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی ، خو دوی د اتوار په ورځ اسلام اباد ته نه وو رسېدلي.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه د خېبر پښتونخوا نه د پاکستان تحریک انصاف قافلې د اسلام اباد حدودو ته داخلې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د قافلو مشري کوي.

پي ټي آی د خپلو غوښتنو د منظورۍ دپاره د اسلام اباد په ډي چوک کې پرلت ورکول غواړي.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ميډیا سره خبرو کې ویلي چې حکومت پي ټي آی ته په سنګجاني کې د ریلي او احتجاج کولو وړاندیز کړی دی او که دوی هلته د ریلي کولو خواست ورکوي نو انتظامیه به ورته اجازات ورکړي.

محسن نقوي وویل چې د هغه د اطلاتو ترمخه پي ټي آی ته اډیاله نه هم منظوري ملاو شوې ده.

هغه زیاته کړه که په پي ټي آی کې د عمران خان نه پورته هم کوم قیادت وي چې دا خبره نه مني نو هغه پرې خبر نه دی. هغه وویل چې دوی د پي ټي آی ځواب ته په انتظار دي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې حکومت به هیڅکله هم پي ټي آی ته په ډي چوک کې د احتجاج اجازه ورنکړي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل دوی باید د سختو اقداماتو دپاره مجبور نه کړل شي چې په اسلام آباد کې پوځ را وغوښتل شي یا کرفیو ولګول شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG