خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، پاکستان کې د پوليو دپاره قامي ليبارټرۍ تاييد کړې، چې د ډېره اسماعيل خان په مورګه يونين کونسل کې د 27 مياشتو په يو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
دا سږ کال په ډېره اسماعيل خان کې د پوليو اوومه پېښه رپوټ شوه.
د ډېره اسماعيل خان په يواځيني مورګه يونين کونسل کې څلور، بهران کې دوه او درازنده کې يوه پېښه مخې ته راغلې ده.
خېبرپښتونخوا صوبه کې سږ کال په 2024م کې تراوسه پورې د پوليو ټولو پېښې 15 ته ورسېدې.
د ډېره اسماعيل خان نه علاوه نورې پېښې په ټانک، لکي مروت، کوهاټ، مومندو او نوښار کې رپوټ شوي دي.
د تازه پېښې سره سږ کال په ملک کې د پوليو ټول کېسونه 56 شو.
سږ کال تر ټولو زياتې پېښې بلوچستان کې 26، خېبرپښتونخوا کې 15، سيند کې 13 او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپوټ شوې ده.
پاکستان کې حکومتي او د پوليو مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي، د پوليو د خاتمې دپاره هڅې کوي.
په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپوټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum