لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي کوریا پارلیمان د صدر لخوا د مارشل لا د نافذ کولو اعلان د ختمولو دپاره رایه ورکړه

صدر یون سوک یول د نهې- سه شنبې په ورځ ناوخته په ټیلي ويژن د مارشل لا د لګولو اعلان وکړو او وویل چې هغه سره د ایین یا اساسي قانون د تحفظ دپاره د دغه ګام پورته کولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.
صدر یون سوک یول د نهې- سه شنبې په ورځ ناوخته په ټیلي ويژن د مارشل لا د لګولو اعلان وکړو او وویل چې هغه سره د ایین یا اساسي قانون د تحفظ دپاره د دغه ګام پورته کولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.

د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول د نهې- سه شنبې په ورځ ناوخته په ټیلي ويژن د مارشل لا د لګولو اعلان وکړو او وویل چې هغه سره د ایین یا اساسي قانون د تحفظ دپاره د دغه ګام پورته کولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.

صدر یون سوک یول په خپله وینا کې د جنوبي کوریا په اپوزیشن د پارلیمان د کنټرول، د شمالي کوریا سره د خواخوږۍ او د حکومت ضد فعالیتونو په برخه کې د حکومت د مفلوج کولو تور هم ولګاوه.

څو ساعته وروسته پارلیمان د مارشل لا اعلان د ختمولو دپاره رایه ورکړه، د قامي اسمبلۍ سپیکر وو وون شېک اعلان وکړو چې قانون جوړونکي یا د اسمبلۍ غړي به "د ولس په مرسته د جمهوریت ساتنه کوي" .

وو وون شېک د پولیسو او پوځي اهلکارو نه د اسمبلۍ نه د وتلو غوښتنه وکړه.

د صدر ناڅاپي ګام د امر مشرانو د دور یادونه کوي چې دغه هېواد د 1980 لسیزې راهیسې نه د لیدلی او په سمدستي توګه د اپوزیشن او د صدر یون سوک یول د خپل پارټۍ مشر لخوا وغندل شو.

د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري ایجنسۍ ترمخه د صدر یون د اعلان وروسته د جنوبي کوریا پوځ اعلان وکړو چې پارلېمان او نورې سیاسي غونډې چې د "ټولنیز ګډوډي" لامل کیدی شي به معطل وي.

د یونهاپ خبري ایجنسۍ خبر وایي چې پوځ دا هم ویلي چې د هېواد هړتال - کار بندیز کوونکي ډاکټران باید په 48 ساعتونو کې بیرته کار ته راستانه شي.

په زرګونو ډاکټران د میاشتو راهیسې د حکومت د هغه پلان پر ضد په هړتال دي چې غواړي په میډیکل سکولونو کې د زده کوونکو شمېر زیات کړي.

پوځ ویلي چې هر هغه څوک چې د دغه حکم سرغړونه کوي به بغیر د وارنټ نیول کیدی شي.

د امریکا غبرګون

امریکا ویلي چې دوی په جنوبي کوریا کې په تیزی سره بدلېدونکی وضعیت د نږدې نه څاري چیرته چې صدر یون سوک یول د جنوبي کوریا د کمیونیسټ طاقت نه د هیواد بچ کولو او د ریاست ضد قوتونو د مینځه وړلو په ضرورت حواله ورکولو سره ایمرجنسي مارشل لا اعلان کړی .

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کرټ کېمبل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل چې امریکا د جنوبي کوریا پرمختګونو ته د "جدي اندیښنې" سره ګوري او هیله لري چې "هر ډول سیاسي شخړه به په سوله ییز او قانوني توګه حل کړل شي."

د کېمبل په وینا صدر جو بایډن د وایټ هاوس د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون او د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن ته د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل شوي او هغوي د وضعیت نه خبر ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه چې امریکایي چارواکي په واشنګټن او سیول کې په هره کچه د جنوبي کوریا د خپلو سیالانو سره په فعاله توګه خبرې کوي.

Forum

XS
SM
MD
LG