د سپريم کورټ په اييني بنچ کې د لا درکه کسانو په اړه د سياسي او بشري حقونو ډلو په بېلابيلو خواستونو اورېدنه کې جسټس جمال مندوخېل دا مسله مهمه ګرځولې ده او غږ يې کړی چې پارلیمان دې دا ستونزه هواره کړي خو د لا درکه کسانو لپاره کار کوونکي فعالان وايي د مسلې حل د پوځ سره دی.
د دسمبر په درېمه نېټه د سپريم کورټ د جج جسټس امین الدین خان په مشرۍ د اعلا عدالت شپږ کسيزه اييني بنچ په اوررېدنه کې ويلي، په جبري توګه د لا درکه تنانو مقدمې په هايکورټونو او سپريم کورټ کې چليږي، په زرګونو خلک لا درکه دي او دا د خلکو د ژوند معامله ده او دا ستونزه به پارلیمان ته هوارول وي.
ډپټي اټارنى جنرل عدالت ته وویل چې تېره ورځ د لا درکه تنانو په معامله د مرکزى کابينې غونډه کې بحث شوی او په دې لړ کې کابينې يوه ذيلي کمېټي جوړه کړې چې خپلې سپارښتنې به کابينې ته وړاندې کوي او حکومت غواړي چې د لا درکه تنانو د معاملې حتمي حل را وباسي.
د لا درکه تنانو د موندنې لپاره کار کونکې فعاله امنه مسعود جنجوعه چې په خپله هم په دې مقدمه کې خواست کونکې ده، وايي دا مسله پارليمان نه شي حل کولې.
ساټ (امنه مسعود جنجوعه، د ډېفنس اف هيومن راېټس غېر دولتي تنظيم مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، "پکار ده چې عدالت د پوځ، آی اېس آی او ايم آی مشرانو ته پېغام ورکړي چې تاسو کښېنئ او د ملک دپاره د دې مسلې حل را وباسئ، د هرې صوبې نه کسان ورکيږي او په تېر يو کال کې 350 کسان ورک شوي دي چې تر ټولو زیات په کې د خېبرپښتونخوا نه، بيا ورپسې د بلوچستان نه او دا شان د پنجاب او سيند نه" شامل دي.
په شپږ کسيزه اييني بېنچ کې شامل جج جسټس حسن رضوي پوښتنه کړې، د لا درکه تنانو د کمېشن سره خو به معلومات وي چې دا خلک چا لا درکه کړي دي او چې کوم کسان بيرته راغلي هغوى څه وايي چې چا پورته کړي وو.
او جسټس جمال مندوخېل په خپل ځواب کې وویل چې لا درکه کسان کورنو ته د ستنېدو وروسته هېڅ نه واىي.
په پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې زرګونه کسان ورک دي چې زياتره ې پښتانه او بلوڅان دي.
د بې درکه کسانو کورنۍ، ورسره د راخوشې کولو لپاره يې فعاله تنظيمونه او د بشري حقونو ډلې د خلکو د لا درکه کولو تور د پاکستان په امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او دا دعوه هم کوي چې ځينې کسان يې په جعلي نښتو کې وژلي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
جسټس نعيم افغان ويلي، په بلوچستان کې د لا درکه تنانو په يوه مقدمه کې 25 وکيلان پېش شول او بيا وروسته د هاىکورټ په امر لا درکه تنان کورنو ته ستانه شو خو چې بيا عدالت کورونو ته ستانه شوو کسانو ته د پېش کېدو حکم وکړو نو په دغو کسانو کې يو تن هم په کوم عدالتي فورم بيان ورکولو ته وړاندې نه شو.
پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېشن د ( اېچ ار سي پى) غړي او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر وړاندې ويلي وو که په جبري توګه لا درکه کړی شوي کسان کومو جرمونو کې ککړ وي نو څه وجه ده چې عدالتونو ته نه وړاندې کول کېږي.
نوموړی وايي، "اوس يو بل قانون جوړ شو چې ادارې د درېو مياشتو لپاره يو سړی اوچتولی شي نو د دې مطلب دا دی چې جبري لا درکيو ته اوس يو قانوني جواز ورکول کېږي".
په پاکستان کې په زوره د خلکو د بې درکه کولو لړۍ د کلونو راهسې روانه ده خو د دې هيواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور کې په دې کې اضافه راغلې، په بې درکه شوو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، ډاکټران، پولیس او مشکوک وسله وال شامل دي.
په پاکستان کې د لا درکه کسانو د موندنې حکومتي کمېشن روان کال د جولاي مياشت کې ويلي وو چې د 2024 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د لا درکيو نورې 197 پېښې رپورټ شوي دي.
کمېشن وايي په تېرو 13 کلونو کې ورسره څه دپاسه 10 زرو کسانو د بې درکۍ مقدمې درج شوي او په دې کې تر اوسه 6454 لا درکه کسان مالوم کړل شوي او د 2270 کسانو قضيې ورته لا پاتې دي.
Forum