لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي کوريا صدر په مارشل لا لګولو معافي غوښتې

د جنوبي کوريا صدر يون سک يول د مواخذې دپاره د رايو څخه وړاندې په ملک کې د مارشل لا په لګولو معافي غوښتې ده، خو نوموړي د استعفا ورکولو څخه ډډه کړې ده.

پوهان د صدر د معافۍ خبره د هغه د صدارت بچ کېدو وروستۍ هڅه ګرځوي.

د خالي، شنبې په ورځ په ټي وي وينا کې صد يون سک يول ويلي وو، هغه به بیا د مارشل لا لګولو هڅه نه کوي.

هغه ويلي، د نهې، سه شنبې په شپه د مارشل لا لګولو فيصله د خفګان وه، او هغه ته د خلکو په مشکلاتو او خفګان افسوس دی.

هغه د دوه دقیقو، منټو د وينا وروسته د معافۍ په انداز د کېمرې په وړاندې ټيټ شوی او تللی دی.

نوموړي د نهې په شپه په ملک کې بېړنۍ مارشل لګولې او په ټيلي ويژن وينا کې یې ويلي وو، د هغه سره د ايين د بچ کولو دپاره د دې اقدام نه علاوه بله کومه لاره نه وه پاتې.

هغه په اپوزيشن باندې د پارلیمان کنټرول کولو، شمالي کوريا سره اړيکو او خواخوږۍ ساتلو او او رياست مخالفه هلوځلو او حکومت کمزوري کولو تور لګولی وو.

د صدر د ياد اقدام وروسته قانون جوړونکو د مارشل لا ضد رای وکړې او صدر بيا مارشل ختمه کړې وه. د قانون سازو پارليمان ته تلو په وړاندې خنډان جوړ کړل شوي، ګڼ پوليس او امنيتي عسکر په ځای کړل شوي خو هغوی د دغو خنډانو څخه تېر شوي او پارلیمان ته رسېدلي وو.

د جنوبي کوريا د قانون لاندې پارليمان کې د اکثريتي ووټ سره مارشل لا اوچتولی شي، چرته چې مخالفه ګوندونو ته اکثريت ترلاسه دی.

وروسته بيا مخالفه ډلو د صدر ضد مواخذې تحریک وړاندې کړی، او صدر د رایو څخه وړاندې معافي غوښتې ده.

ویل شوي، که د صدر يون مواخذه کيږي هغه به سمدست معطل شي او د ملک اييني عدالت به بيا د غور وروسته د هغه د لرې کولو يا نه لرې کولو فيصله کوي.

د رپورټونو ترمخه په دې عمل کې اوونۍ او میاشتې هم لګېدی شي.

Forum

XS
SM
MD
LG