د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل، هغه نیت لري چې یوه سیاستمداره او د ارېزونا ریاست پخوانۍ صحافي، کري لېک د وایس آف امریکه (وي او اې) مشره یا ډائرېکټره وټاکي. وي او اې د امریکا نړېواله نشریاتي اداره ده چې بجټ یې د ریاست لخوا ورکول کیږي، خو په صحافتي چارو کې آزاد لاس لري.
ټرمپ پخپل سوشل مېډیا پلټفارم – ټروټ سوشل – باندې اعلان وکړ چې لېک به د وي او اې مشره وټاکل شي. لېک د منتخب صدر یوه نږدې سیاسي اتحادي ده چې پخوا د اریزونا ریاست په فینېکس ښار کې د فاکس نیوز ټي وي اېنکره یا خبرویونکې وه.
کري لېک اووه ویشت (۲۷) کاله د صحافت په برخه کې کار وکړو او بیا په ۲۰۲۱ کال کې یې صحافت پرېښود او د اریزونا د ګورنرۍ عهدې ته یې ځان کاندید کړ.
په ۲۰۲۴ کال کې یې د سنېټ څوکۍ ته ځان کاندید کړ، خو انتخاباتو کې کامیابه نشوه. هغې پخپل کمپېن کې ویل چې په کار ده اریزونا د امریکا د ارجحیت پالیسیو مخکښه وي.
ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ دا هم ولیکل چې هغه به ډېر ژر د امریکا د نړېوالې مېډیا ادارې (یو اېس اې جي اېم) دپاره، کوم چې وي او اې او څو نورې رسنۍ هم په کې شاملې دي، خپل د خوښې مشر اعلان کړي. دې عهدې ده کسان د صدر لخوا نومل کیږي او بیا ضرور دی چې د سنېټ نه د تائید رایه هم واخلي. ټرمپ وویل چې د یو اېس اې جي اېم مشرتابه دپاره به د هغه لخوا غوره شوی کس، د کري لېک سره نږدې کار وکړي.
د یو اېس اې جي اېم (USAGM) مشر ته دا یقیني کول وي چې په دې اداره کې شاملې نشریاتي ادارې د هغو ملکونو دپاره چېرته چې آزاده مېډیا نشته، د اعتماد وړ او کره جرنلېزم وړاندې کړي.
د وي او اې اوسنی ډائرېکټر مایکل ابراموویتز د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نوموړې ادارې کارکنانو ته یو اېمیل ولېږلو او ویې ویل چې هغه د کري لېک د نومېدنې په باب اعلان د شورو/چهارشنبې په ماښام ولوست او د (ټرمپ) د سوشل مېډیا پوسټ نه بغیر، دوی ته څه نور معلومات ندي ورکړی شوي.
ابراموویتزپخپل ایمېل کې لیکلي: "زه د یو اېس اې جي اېم، او د وي او اې دواړو دپاره د واک اختیار د هموار منتقل کېدو هرکلی کوم. زه نیت لرم چې د نوې انتظامیې سره همکاري وکړم او دا پروسه مخ ته یوسم."
د اداري د مشرتابه بدلون په اړه د ۲۰۲۰ قانون
د امریکا د عالمي مېډیا د ادارې (یو اېس اې جي اېم) له سي اي او یا مشر سره دا اختیار شته چې د نشریاتي ادارو مشران وټاکي او یا هغوی له کاره معزول کړي، مګر د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د دواړو ګوندونو لخوا د یو منظور شوي قانون ترمخه، د نېټ ورک د مشر بدلون ته د انټرنشنل براډکسټنګ اېډوایزري بورډ اکثریت رایې په کار دي.
په دې بورډ کې شپږ تنه غړي وي چې د صدر لخوا ټاکل شوي دي، او ورسره خارجه وزیر هم شامل وي. د دې بورډ کار دا دی چې سي اي او ته مشوره ورکوي او دا یقیني کوي چې سي اي او (د USAGM مشر یا مشره) د نشریاتي ادارو د صحافتي آزادۍ او سالمیت خیال وساتي، او مطمین شي چې د جرنلزم تر ټولو لوړ معیارونه په پام کې نیول کیږي.
مېرمن کري لېک په اېکس پلټفارم (پخواني ټوېټر) باندې خپل یو پوسټ کې لیکلي، هغه ویاړي چې د وي او اې د مشرتابه عهدې ته په پام کې نیولی شوې ده. هغې ویلي چې وي او اې یو "خورا اهمه نړېواله مېډیا" ده چې "جمهوریت او حقیقت" ته فروغ ورکوي.
هغې زیاته کړې ده: "زما د مشرتابه لاندې به وي او اې پخپل ماموریت کې د بهترینې کارکردګۍ مظاهره وکړي چې په ټوله نړۍ کې د امریکا د لاس ته راوړنو بیان ورکول دي."
وي او اې د اېکس مېډیا د لارې کوشش وکړ چې د مېرمن لېک د کمپېن وېب سایټ د مېډیا سېکشن د لارې هغې سره رابطه وکړي او نظر یې راواخلي، خو څه جواب ندی ترلاسه شوی.
وي او اې په یو کم پنځوسو (۴۹) ژبو، هره هفته د نړۍ درې سوه څلور پنځوس (۳۵۴) میلینه خلکو ته نشریات کوي.
د وي او اې موجوده مشر، ابراموویتز، پخوا د فریډم هاوس مشر پاته شوی او مخکې تر هغه څلورویشت (۲۴) کاله د واشنګټن پوسټ اخبار اېډېټر پاته شوی و.
Forum