لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د امریکا په هوايي برید کې د داعش 12 جنګیالي وژل شوي دي


سېنټکام زیاته کړې،" دا وروستي حملې د پخواني حکومت او روس تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي، چې دا به په داعش باندې د دباو برقرار ساتل یقیني کړي".
سېنټکام زیاته کړې،" دا وروستي حملې د پخواني حکومت او روس تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي، چې دا به په داعش باندې د دباو برقرار ساتل یقیني کړي".

امریکايي ځواکونو د ګل- دوشنبې په ورځ په شام کې د داعش ډلې پر ضد هوايي بریدونه کړي چې پکې 12 جنګیالي یې ووژل.

دا خبره د امریکا د پوځ مرکزي یا سېنټرل کمانډ (سېنټکام) په سوشل مېډیا کړې ده.

د امریکا مرکزي کمانډ سېنټکام (CENTCOM) په ټولنیزو رسنیو د داعش یا اسلامي دولت ډلې د مخفف آی اېس آی اېس په کارولو سره ویلي چې "د داعش مشرانو، کارکوونکو او کېمپونو په ضد حملې د داعش د تباه کولو، د وړتیاو کمولو او ماتې ورکولو د مشن په لړ کې شوي دي."

د امریکا سېنټرل کمانډ وویل چې د بریدونو هدف "دغه ترهګر ډله بهرنیو عملیاتو نه منع کول او دا یقیني کول دي چې داعش په مرکزي شام کې د ځان د بیا تنظیم کولو فرصتونه و نه لټوي."

سېنټکام زیاته کړې،" دا وروستي حملې د پخواني حکومت او روس تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي، چې دا به په داعش باندې د دباو برقرار ساتل یقیني کړي".

واشنګټن هڅې کوي چې داعش د بشارالاسد د حکومت د ړنګیدو نه ګټه پورته نه کړي، کوم چې د ډسمبر په اتمه د یاغیانو اتحاد د پایه تخت د نیولو وروسته ختم شو.

په همدې ورځ (د ډسمبر په اتمه) امریکايي ځواکونو د جنګي الوتکو په کارولو سره په شام کې د داعش ډلې تر 75 نه زیات هدفونه په نخښه کړل. په دغو الوتکو کې بی- 52، اېف- 15 او اې- 10 شامل وو.

امریکایي ځواکونه د داعش په ضد د نړیوال اتحاد د برخې په توګه په شام کې نزدې 900 پوځیان او په عراق کې نزدې 2500 پوځیان لري. دغه اتحاد په 2014 کال کې د جهادي ډلو په ضد د مبارزې د مقصد دپاره جوړ کړل شوی و.

بلخوا، د شام دپاره د ملګرو ملتونو استازي ګېیرپېډرسن د ګل، دوشنبې، په ورځ په دمشق کې د باغیانو د هغه ډلې مشر سره ملاقات وکړو چې د صدر بشارالاسد حکومت يې نسکور کړی او په جنګ ځپلې هېواد کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه يې د احمد الشرع سره خبرې اترې وکړې.

د پېډرسن دفتر په یو بیان کې وویل په شام کې د اقتدار انتقال دې د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د کال ۲۰۱۵ د قرارداد د اصولو مطابق وي چې په شپږو میاشتو کې د بااعتماده، ټول شموله او د غېر فرقه ایزې حکومتدارۍ، نوي ایین د جوړېدو او د دې وروسته د انتخاباتو غوښتنه کوي.

د پېډرسن دفتر په خپل بیان کې وویل احمد الشرع سره خبرو کې هغه په دې هم ټينګار وکړو چې ملګري ملتونه به د شام د ولس هر ډول مرسته کوي.

باغیانو په خپل بیان کې وویل الشرع د دې خبرې په ضرورت هم خبرې وکړې چې پکار ده د ملګرو ملتونو قرارداد نوی کړی شي چې د شام د موجوده صورتحال عکاسي وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG