د روس یو ستر پوځي جنرل د نهې، سه شنبې په ورځ په ماسکو کې د خپل اپارټمنټ ودانۍ بهر په سکوټر کې د پټ شوي بم له امله ووژل شوی دی.
دغه پیښه یوه ورځ وروسته له هغې شوې ده چې د یوکرین د امنیتي ادارې د هغه په ضد مجرمانه تورونه ولګول. د یوکرین یوه چارواکي ویلي چې برید د امنیتي ادارې له خوا شوی دی.
د رپوټونه ترمخه لېفټېننټ جنرل ایګور کېرېلوف چې د پوځ د ایټمي، بیولوجیکي او کیمیاوي ځواکونو مشر و، هغه مهال ووژل شو چې خپل دفتر ته روان و.
په برید کې د کېرېلوف یو معاون هم وژل شوی دی.
54 کلن کېرېلوف په یوکرین کې د ماسکو په جګړه کې د خپلو اقداماتو له کبله د برتانیه او کېنېډا په ګډون د څو هېوادونو د بندیزونو لاندې و.
د ګل، دوشنبې په ورځ، د یوکرین امنیتي اداری (اېس بي یو)، د هغه په ضد د مجرمانه تحقیقات پیل کړل، او په هغه یې د منع شوو کیمیاوي وسلو د استعمال هدایات ورکولو تور ولګاوه.
د اېس بي یو یوه چارواکي وویل چې د برید تر شا د ادارې لاس دی. دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل ځکه چې هغه د معلوماتو د شریکولو اختیار نه لرلو، او لېفټېننټ جنرل ایګور کېرېلوف یې "یو جنګي مجرم او په مکمل توګه یو جائز هدف" وګرځولو.
اېس بي یو ویلي چې د 2022 په فبرورۍ کې د مکمل حملې وروسته روس په جګړې کې د 4,800 نه ډیر ځله د کیمیاوی وسلو استعمال کړی دی.
د مې په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی د یوکرینی ځواکونو په ضد د کلوروپېکرېن زهرجن ګیس استعمال ریکارډ کړی دی.
دغه زهرجن ګیس په اول ځل په لومړۍ نړیوال جنګ کې استعمال شوی و.
Forum