لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرین پوځ: د روس 36 ډرون الوتکې یې ویشتلې او را غورځولې دي


د یوکرین هوایی پوځ ویلي چې دغه ډرون الوتکې یې د چېرنیف، دنېپروپیټروسک، خارکیف، خمېلنیتسکي، کییف، پولتاوا، سومې او زاپوریژیا په سیمو کې ویشتلې دي.
د یوکرین هوایی پوځ ویلي چې دغه ډرون الوتکې یې د چېرنیف، دنېپروپیټروسک، خارکیف، خمېلنیتسکي، کییف، پولتاوا، سومې او زاپوریژیا په سیمو کې ویشتلې دي.

د یوکرین پوځي چارواکو د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د شپې په بریدونو کې د روس لخوا کارول شوي 60 ډرون الوتکو کې یې 36 ویشتلې او را غورځولې دي.

د یوکرین هوایی پوځ ویلي چې دغه ډرون الوتکې یې د چېرنیف، دنېپروپیټروسک، خارکیف، خمېلنیتسکي، کییف، پولتاوا، سومې او زاپوریژیا په سیمو کې ویشتلې دي.

د نیپروپېټروسک ګورنر سرهي لېسک د ټیلیګرام د لارې په یو پیغام کې ویلي چې د ډرون او د روس لخوا شوي بمبارۍ کې یو شمېر کورونه او د بجلۍ لاین یا تارونو ته نقصان رسیدلې دی.

په غربي یوکرين کې د خمېلنیتسکي ګورنر سرهي تيورين ویلي چې د روس په حملې کې څو کورونه ته نقصان رسیدلی دی.

د یوکرین په شمال ختیځ کې د سومې په سیمه کې چارواکو ویلي چې هلت یوه ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د روس د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي چې د دوی هوایي دفاع نظام د یوکرین څلور ډرون الوتکې په روستوف او ورونېژ سیمو کې ویشتلې او تباه کړې دي.

روستوف او ورونېژ دواړه د روس او یوکرین سرحد ته څېرمه موقعیت لري او اکثره د یوکرین د ډرون الوتکو لخوا په نخښه کېږي.

د روستوف او ورونېژ ګورنرانو د ټیلیګرام د لارې په پیغام کې ویلي چې د یوکرین د بریدونو په نتیجه کې د کوم نقصان یا مرګ ژوبلې رپورټ نه دی ورکړل شوی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG