لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ازربايجان د مسافرو الوتکه په قازقستان کې غورځېدلې، تباه شوې ده


د ازربايجان د مسافرو الوتکه د قازقستان په اقتاو ښار کې غورځېدلې، تباه شوې ده. خو په الوتکه کې سورو 72 کسانو کې څو بچ پاتې شوي دي.

د رویټرز ترمخه، د قازقستان د بېړنيو وزارت تاييد کړی چې په اقتاو ښار کې د مسافرو الوتکه غورځېدلې، او د پېښې په ځای امدادي کارونه روان دي.

ویل شوي غورځېدلې الوتکه د ازربايجان د پایتحت باکور نه د روس ګروزني ښار ته روانه وه، په الوتکه کې د 67 مسافرو په ګډون د عملې پينځه تنه سواره وو.

د قازقستان چارواکو ويلي، پېښه کې 27 کسان بچ شوي او نزدې روغتون ته د درملنې دپاره منتقل کړل شوي دي.

خو د نورو مسافرو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ازربايجان د هوابازۍ چارواکو ويلي، مسافر الوتکه جی ټو – 8243 د باکو نه ګروزني ته روانه وه، د اقتاو ښار سره نزدې درې کلوميټره په بېړنۍ توګه کوزه شوې ده.

د روس خبری ادارې ويلي، په ګروزني ښار کې د لړې له امله مسافر الوتکې خپله مخه بدله کړې وه.

د قازقستان چارواکو ویلي، د الوتکې د پېښې پلټنې یې پيل کړي دي.

د خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG