د فلسطيني طبي چارواکو د زیارت، پنجشنبې په ورځ ويلي، سهار وختي د منځنۍ غزې په نصيرت کېمپ د اسرايل هوايي برید کې پينځه خبريالان وژل شوي دي.
د القدس په نوم ټيلي ويژن چېنل چې د اسلامک جهادي وسله والې ډلې سره تړاو لري، ويلي يې دي هوايي بريد کې د چېنل ټرک په هدف شوی او د عملې پينځه غړي یې وژل شوي دي.
چېنل ويلي، دغه کسان چې وژل شوي، د خبريالۍ او فعاليت دنده یې ترسره کوله.
د اسرایل پوځ ويلي، نصيرت کې یې هغه ګاډی په نخښه کړی کوم کې چې د اسلامک جهاد ډلې ترهګر وو.
غزه کې د صحت د وزارت چارواکو ویلي، جنوبي غزه کې يوه ماشومه د سخت يخ له امله مړه شوې ده، د سختې يخنۍ له امله د درېم تنکی ماشوم دی چې مړ شوی دی.
په خان يونس روغتون کې د ماشومانو د وارډ مشر ډاکټر احمد الفاره تايید کړی چې ماشومه د يخ له امله مړه شوې ده.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، اسرايل غزې ته د نورو مرستو اجازه ورکړې ده.
ويل شوي، په دسمبر کې د ورځې نزدې 130 ټرکونه ځي، کوم چې په اکتوبر او نومبر کې خواوشا 70 وو، د جګړې وړاندې به د ورځې نزدې 500 ټرکونه تلل.
د حماس وسله وال د کال 2023م په اووم اکتوبر جنوبي اسرايل کې حملې کړې، د 1200 پورې کسان یې وژلي، او نزدې 250 يې يرغمال کړي وو، ويل کيږي په غزه کې اوس هم نزدې د 100 پورې يرغماليان شته.
د غزې د صحت د وزارت ترمخه، په غزه کې د اسرايل په عملياتو کې خواوشا 45،300 کسان وژل شوي، خو وزارت په دغو شمېرو کې د ملکي خلکو او جنګيالو شمېرې ټولې يو ځای يادوي.
امریکې، برتانيې، يورپي يونين او نورو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي
Forum