د اسرایل او حماس جګړه دوام لري خو په وروستو کې د یمن او د اسرایل ترمنځ په شخړه کې زياتوالی لیدل شوی. د یمن په صنعا ایرپورټ د اسرایل د بریدونو په وخت د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټيډروس اېډهېنمهم دغلته موجود و. اسرایل په برید کې د صنعا ایرپورټ کنټرول ټاور په نځښه کړی و.
په یمن کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم جوليين هارنيز وايي د صنعا ایرپورټ یوه ولسي بنیادي اډانه ده. د هېواد په شمالي برخه کې د بشري مرستو ټول نړیوال کارکونکي هم د دې ځایه تګ راتګ کوي. که دا ایرپورټ بې کاره کړی شولو نو دغلته به ټولې بشري هلې ځلې په ټپه ودریږي.
خو د وي او ای د رپورټ ترمخه د صنعا ایرپورټ اوس بیا د هوایي چلند د پاره سم کړی شوی دی. د دسمبر په نولسمه نیټه اسرایل په شمالي یمن کې د حوثيانو د مرکزونو خلاف بمبارۍ کې په سرښار صنعا کې دوه بجلي ګرې او د سور سمندرګي په ساحل یو شمار بندرونه په نخښه کړي وو.
د زیارت په ورځ اسرایل یو وارې بیا په صنعا او هودیده کې د حوثیانو د ولقې لاندې بنیادي اډانې په نخښه کړې وې.
هارنيز وایي شمالي یمن ته اتیا فيصده خوراکي توکي او تر پنځه نوي فيصده پورې دوایانې د هدویده بندر د لارې لېږل کیږي او که دا بې کاره کیږي نو دا یو بشري ناورین رامخې ته کولی شي.
د یمن حوثي یاغیان پرله پسې دعوې کوي چې دوی په اسرایل میزایلی ګزار کړي دي. اسرایل وایي دوي د حوثي یاغیانو ځني میزایل په هوا کې تباه کړي دي. خو بیا ځنو په اسرایل کې زیان هم رامخې ته کړی دی.
اسرایل خبردارې ورکړی چې څوک هم د اسرایل ریاست ته خطره جوړیږي نو هغه به له منځه وړي.
د اسرایل دفاع وزیر اسرایل کاټز ويلي "مونږ به ټول حوثي مشران ووژنو، مونږ به یې داسې په نخښه کوو لکه څنګه چې مونږ په نور ځآیونو کې کړي دي. څوک به هم د اسرایل د اوږدو لاسونو نه بچ پاتې نه شي. مونږ به اسرایلي ریاست ته د ورپېښو ټولو خطرو د لرې کولو په خاطر په دوی بریدونه وکړو".
د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو په میډیټیرین سمندر کې د سامانونو بیړۍ هم په بیله بیلو وختونو کې په نخښه کړي دي. د امریکې او د نورو هېوادونو د خوا هم په حوثي یاغیانو بریدونه رامخې ته شوي دي.
بل اړخ ته په غزه کې د اسرایل عملیات لا هم دوام لري. اسرایل تیره شپه په یو برید کې د منځني غزه په مغازي سیمه کې یو کور په نخښه کړی. په دغه برید کې لږ تر لږه د څلورو ماشومانو او د یوې ښځې په ګډون نهه کسان وژلی شوي دي.
د جمعې په ورځ اسرایلي ځواکونو په غزه کې فعال اخري هسپتال کمال ادوان کې هم عملیات کړي دي او د رپورټونو او شاهدانو ترمخه اسرایلي ځواکونو صحي کارکونکي اوناروغان به تادۍ کې بهر کړي او د دوي نه يې پلټنې هم کړي دي.
اسرایل وایي د دوی عملیات د حماس وسله والو خلاف دي او دوی د حماس بنیادي اډانه په نخښه کوي.
ملګرو ملتونو تیره ورځ ویلي د غزه وسیدونکي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د مشر مرستیاله ویانده سټېفني ټرېمبلی وايي "د نن ورځې خبره ده. اسرایلي چارواکو د ملګرو ملتونو ډلې ته اجازه نه ده ورکړې چې دوی شمالي غزه ته ورشي. د اکتوبر د میاشتې راهسې ډېر ځله د ملګرو ملتونو ډلو هڅې کړي خو دوی ته د ورتللو اجازه نه ده ورکړی شوې. د یو څیز نیم نه علاوه دوی خپل کار ترسره کولو کې د ډېرو ستونزو سره مخ دي".
په وروستو ورځو کې د حماس او د اسرایل ترمنځه د یرغماليان د راخلاصولو او په غزه کې د اوربند د پاره د لوظنامې په اړه هیلې رامخې ته شوي دي خو تر دې دمه هیڅ پرېکړه نه ده شوې. د یو کال نه زیاته موده وشوه چې په دې شخړه کې د اسرایل زیاتره یرغماليان لا اوس هم د حماس سره ګېر دي او د اسرایل په عملیاتو کې د پنځه څلوېښت زرو نه زیات فلسطینیان وژلی شوي دي.
Forum