د امریکا کانګرس د ګل، دوشنبې په ورځ 2024م کال د نومبر په میاشت کې شوي صدارتي انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ د ګټې او کاملا هېرېس ته د ماتې ورکولو تصدیق یا منظوري ورکړه.
د 2024م کال نومبر په پينځمه نېټه شوي انتخاباتو کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلد ټرمپ د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوارې او نایب صدرې کاملا هېرېس ته ماتی ورکړی وه.
د امریکا ائین یا اساسي قانون تر مخه د صدارتي انتخاباتو وروسته په شپږمه جنورۍ د کانګرس دواړه ایوانونه په ګډه غونډه کې د الېکټورل ووټونه تصویب یا منظوري ورکول کېږي.
د نتایجو د منظورۍ لپاره د ټولو ریاستونو څخه ترلاسه شوي د الېکټورل ووټونو یا رایو مهر شوي اسناد ایوان ته وړاندې کیږي.
ټرمپ په صدارتي انتخاباتو کې د مجموعي 538 الېکټورل ووټونو کې 312 الېکټورل ووټونه ګټلي دي.
د نایب صدرې په حېث کاملا هېرېس دا ذمه واري په غاړه لرله چې د ټولو ۵۰ ریاستونو څخه د صدارتي انتخاب د ووټونو د شمارل کېدو د عمل مشري وکړي او دا ډول په صدارتي انتخاب کې د خپل ماتې تصدیق هم وکړي.
په کانګرس کې د صدارتي انتخاب د نتیجې تصدیق کېدل به مخکې د معمول رسمي کار ګڼل کېدو خو څلور کاله مخکې د ټرمپ پلویانو د دې بهیر په مهال د کانګرس په ودانۍ حمله وکړه، ۱۴۰ پولیس افسران يې زخمیان کړل، په ودانۍ کې يې شیان مات ګوډ کړل د کانګرس غړي يې د خپل تحفظ په غرض په پناه اخیستلو مجبور کړل.
کاملا هېرېس په صدارتي انتخاب کې شکست تسلیم کړی دی او صدر بایډن په امناکه ډول د اقتدار د انتقال په ضرورت ټینګار کوي.
چارواکو حفاظي اقدامات کړي دي او د کانګرس چارچاپېره د اوسپنې د جال حصارونه لګول شوي دي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ په وايټ هاوس کې بایډن د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ د شپږمې نېټې واقعات د امریکا په تاریخ کې سختې ورځې وبللې.
په کانګرس د یرغل په سر د ۱۵۰۰ نه په زیاتو کسانو الزامات لګول شوي دي. ټرمپ لوظ کړی چې د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت سوګند پورته کولو وروسته به ملزمان معاف کړي.
Forum