امریکا د ګل، دوشنبې په ورځ د شام په موقتي حکومت د ځینو بندیزونو د نرمولو اعلان کړی، چې له مخې به یې د یاغیانو ډلو حکومت ته د بشري مرستو رسول اسانه شي.
د امریکا د خزانې وزارت شپږ میاشتو دپاره یو لائسنس جاري کړی چې په شام کې تېره میاشت د بشار الاسد د حکومت د نسکورېدو وروسته جوړ شوي د ياغي ډلو حکومت ته د انرجۍ د خرڅولو په ګډون د ځینو معاملو اجازه ورکوي.
د اې پي خبري ادارې د رپورټ له مخې که څه هم دا اقدام به د کلونو راهیسې د کړکېچ ښکار هېواد پر شام لګول شوي بندیزونه پای ته ونه رسوي، خو دغه اسانتیاوې په دمشق کې د موقتي حکومت دپاره د امریکا د ملاتړ یوه محدوده څرګندونه ده.
په واشنګټن کې د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې جنرل لائسنس د امریکا ژمنه په ګوته کوي چې په شام باندې بندیزونه "د بنیادي بشري ضرورتونه د پوره کولو دپاره د عامه خدمات په څیر فعالیتونو کې د خنډ لامل جوړ نه شي."
د بشارالاسد د حکومت د نسکورېدو راهیسې، د هېواد د نوي موقتي حکومت چارواکو استازو ویلي چې نوې شام به ټول شموله وي او د نړۍ په مخ به خلاص وي.
امریکا په تدریجي ډول په شام ه ځینې بندیزونه وروسته له هغه لرې کړل چې پخواني واکمن بشارالاسد د شام وتښتېدل او روس کې پناه واخیسته.
د امریکې د صدر جو بایډن انتظامیې د تېر کال ډسمبر په میاشت کې د شام د صدر بشارالاسد د حکومت د ختموونکې یاغي ډلې د مشر احمد الشرع عرف ابو محمد الجولاني د نیولو دپاره د 10 میلین ډالرو انعام د ختمولو فیصله کړې وه.
Forum