لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن په داسې حال کې د چاپان سفر کوي چې د سټیلو د کارخانې په سر د دواړو ملکونو په تعلقاتو اثر غورځېدلی دی

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي یا د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره په ګډه  بلېنکن په ټوکیو کې د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر تاکیشي اېویا سره ملاقات وکړو
د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي یا د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره په ګډه  بلېنکن په ټوکیو کې د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر تاکیشي اېویا سره ملاقات وکړو

د امریکا صدر جو بایډن د یو اېس (امریکا) سټیل لپاره د نیپن سټیل (د جاپان سټیلو کارخانه) د 14.9 ارب ډالرو بولي د ودرولو فیصلې د نهۍ- سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن په اېشیا کې د واشنګټن مهم اتحادي جاپان ته د الوداعي ملاقاتونو سفر تت کړی دی.

د بولۍ د ودرولو دغه فیصله چې د جمعې په ورځ اعلان شوي په اېشیا کې د امریکا لخوا خپل اتحادیانو سره تعلقاتو ته وده ورکولو هڅو ته ټکان ورکړی دی، لکه څنګه چې د جنوبي کوریا سیاسي کړکیچ د واشنګټن، سېول او ټوکیو ترمنځ اړیکې پیچلې کوي. دغه درې اړخيزه اتحاد د چين د پوځي تیاریو د مخنيوي لپاره د دغه هېوادونو د هڅو يوه مهمه برخه ده.

په امریکا کې پانګه اچونې یا سرمایه لګولو فیصله که څه هم به اثر ولري، خوڅېړونکي وایي د چین په اړه د ګډ امینتي اندیښنو په پام کې نیولو سره د امریکا او جاپان پراخو تعلقاتو ته د نقصان رسېدو امکان ډېر کم دی.

د ګل، دوشنبې په ورځ، د جاپان وزیراعظم شیګیرو ایشیبا د امریکا صدر بايډن لخوا د یو اېس سټیل د نیپن سټیل باندې د خرڅون ودرولو فیصله " حيرانوونکې " ګرځولې ده.

دامریکا د نېشنل سېکیورټي یا د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره په ګډه بلېنکن په ټوکیو کې د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر تاکیشي اېویا سره ملاقات وکړو او وروسته به د جاپان وزیراعظم اېشیبا او نورو اعلا چارواکو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر تاکیشي اېویا ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې جاپان ته څو ځل سفرونه "نه یوازې د دې اهمیت شاهدان دي، بلکې هغه مرکزیت چې امریکا زمونږ ملګرتیا ته ورکوي. صدر بایډن ما ته وویل چې دا وروستی سفر وکړم او دا خبره روښانه کړم ".

د بلېنکن سفر نه وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې بلېنکن غواړي د امریکا-جاپان-جنوبي کوریا درې اړخیزه همکارۍ ته وده ورکړي.

Forum

XS
SM
MD
LG