د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعوه کړې چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس 200 عملیات کړي اؤ 23 ترهګر یې نیولي دي.
د پنجاب نه په لویه پیمانه د ترهګرو د نیولو دا دعوه په داسې حال کې شوې چې د کال 2021م راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ څېړنیز رپورټونه ښیي چې په تېرکال کې د دې هیواد دننه په ترهګریزو بریدونو کې 685 امنیتي عسکر وژل شوي دي.
د سي ټي ډي پنجاب ویاند وایي د ترهګرو په ضد دا تازه عملیات په سر ښار لاهور، جهلم،سیالکوټ،راولپنډۍ،ګجرات، میانوالي، سرګودها اؤ فیصل اباد کې ترسره شوي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمه وایي عملیاتو کې د ټي ټي پي اووه خطرناک ترهګر هم نیول شوي خو د سي ټي ډي په بیان کې بیا د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې.
ویاند ویلي چې د نیول شوؤ ترهګرو له ولکې وسلې،لاسي بمونه، چاودیدونکي مواد اؤ د لاهور د مهمو تعلیمي ادارو نقشې هم ترلاسه شوې دي.
سي ټي ډي دعوه کړې ده چې دغو ترهګرو غوښتل د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه وکړي اؤ په خلکو کې ویره ترهه خوره کړي.
تېره میاشت هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې بیلابیلو سیمو نه د 16 ترهګرو د نیولو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې په عملیاتو کې یېد ټي ټي پي یو خطرناک ترهګر عمر هم نیولی چې د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی.
په پنجاب کې اکثره د ترهګرۍ ضد محکمه عملیاتو کې د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو څېړونکي زیاتره وخت په دې دعوؤ شکونه هم کوي اؤ وایي چې سي ټي آي اکثره د ناسمو اطلاعاتو په بنیاد عام مزدور کاره خلک نیسي اؤ بیا ورته د ترهګرو نوم ورکوي.
پنجاب د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده اؤ وخت په وخت څېړونکي دعوې کوي چې جنوبي پنجاب کې ترهګر اؤ تند لاري خپلې خوندي ځالې اؤ قوي مرکزونه لري .
څېړونکي وایي د جماعت الدعوه اؤ جیش محمد په څېر د نړۍ په کچه ترهګرې ګرځول شوې ډلې هم په جنوبي پنجاب کې خپلې پټې ځالې لري.
د پاکستان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ د سیند ایالت په سر ښار کراچۍ کې په نزدې وختونو کې زیاتې ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي خو پنجاب بیا د نورو صوبو په نسبت له ترهګریزو بریدونو خوندي دی.
Forum